افغانستان

جنرال دوستم وايي محکمې ته نه حاضریږم

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۲ چنګاښ، ۱۳۹۶): د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال دوستم ویاند ویلي چې د نوموړي پر ضد محکمه سیاسي بڼه لري، دوستم به کله هم ورته حاضر نه شي.

بشیر احمد ته ینج رسنیو ته ویلي چې په ګډحکومت کې ځانګړي کړۍ غواړي چې په نظام او په سیاسي ماحول کې د جنرال دوستم موقف کمزوری کړي.

نوموړي ویلي: « دغه ځانګړي کړۍ بهرنیو دوستانو ته سم ذهنیت نه ورکوي». او زیاته یې کړه: چې د جنرال دوستم پر ضد باندي د جنسي تیري دوسیه یوه سیاسي دوسیه ده ځکه نو جنرال دوستم اړ نه دی چې څارنوالۍ او یا هم محکمې ته حاضر شي.

باید وویل شي چې جنرال دوستم په ترکیه کې د جمعیت اسلامي او حزب وحدت سره نوی ایتلاف جوړ کړی او اعلان یې کړی چی ډېر ژر به هیواد ته را وګرځي تر څو په رسمي بڼه نوی ایتلاف جوړ کړي.

د جنرال دوستم، جنرال عطا او محقق تر منځ د راه نجات په نامه ایتلاف د ګډحکومت لپاره ستر ګواښ بلل کیږي، د کتونکو په نظر له همدې وجې یو ځل بیا د جنرال دوستم پر ضد دوسیه را پورته شوې او د څارنوالۍ څخه محکمې ته سپارل شوې.

باید وویل شي چې اوروپايي ټولنې خاص استازي او د امریکا سفیر هم د جنرال دوستم په قضیه کې بیانونه ورکړي دي او ویلي دي چې باید نوموړی محکمه شي او مجازات شي.

د یادونې وړ ده چې اته میاشتې وړاندي جنرال دوستم او ساتونکو یې ازوبک قومي مشر احمد ایشچي د څه مودې لپاره بندي کړ، د بند څخه د خلاصون وروسته نوموړي پر جنرال دوستم تور پوري کړ چې د نورو شکنجو سربېره یې جنسي تیری باندي کړی دی او لوڅ فلمونه یې ځیني ډک کړي دي. خو جنرال دوستم د ایشچي ادعاوي رد کړې او د ځان پر ضد یې توطیه وبلله.

جنرال دوستم له دغه پيښې وروسته د څه مودې لپاره په کابل کې په خپل کور کې نظر بنده وساتل شو او بیا د ترکیې په منځګړیتوب ترکیې ته تبعید شو. جنرال دوستم هغه مهال ویل چې د علاج لپاره ترکیې ته تللی دی او ډېر ژر به هیواد ته را ستون شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x