شعـــــرونه

غزل/ بشير وصال

بشير وصال

اوس عادت شوی یم پروا دی د جفا نلرم
خو دا می واوره بل هیڅوک یاره بې تا نلرم

که مې خندا ده که ژړا ده بس له تاسره وي
بې له تا ژوند یوه لحظه پردې دنیا نلرم

زما د قبر پر ډبره به همداسې لیک وي
چې ځانته زه وم پاته نور څوک د دعانلرم

د تور هجران د ماښامونو په قفس کې بند یم
په هره شپه کې شپې ته پاتې یم صبا نلرم

د ګنهګار وصال به خدایه حشر څنگه وي چې
عملنامه کې څلور توري د تقوا نلرم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x