ورزش

کرکټ: جنوبي افریقا افغانستان ته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا: تر ۱۹ کلنو ټيټو  کرکټ نړیوالو اتلولیو کې نن / یکشنبه ۲۳ فروري/ د جنوبي افریقا لوبډلې افغانستان ته  په منځلوبه (کواټر فاینل) کې په ۹ ویکټونو ماتې ورکړه.

پچه افغانستان وګټله او لومړی توپ وهنې ته ودرید، د افغانستان لومړی لوبغاړی محمد مجتبی په صفر وسوځېد، دا مهال د افغانستان ۱۲ منډې وې. د مجتبی تر سوځېدو وروسته عثمان غني او احسان الله ښه لوبه پيل کړه، دوی دواړو تر ۵۸ منډو پورې ولاړ وه، چې عثمان غني  د ۳۶ منډو په جوړولو سره وسوځېد. ۳ لوبغاړی په ۸۱ او څلورم په ۹۹ منډو وسوځېدل. تر دې وروسته  ناصر احمدزي ښه لوبه وکړه، نوموړي ۶۱ منډې جوړې کړې.
افغانستان  وروستۍ ویکټې پرته له دې چې ډيرې منډې جوړې کړي، یو په بل پسې وغورځېدلې. افغان لوبډلې په ۴۹ اورونو او ۵ بالونو ۱۹۷ منډې جوړې کړې او جنوبي افریقا ته يې ۱۹۸ منډې هدف وټاکه.

جنوبي افریقا چې د کرکټ  د خورا پياوړ لوبډلو څخه ده، ټاکل شوی هدف په ۳۹ اورونو کې پوره کړ. د جنوبي افریقا له لوري مارکرام ښه وځلېده، نوموړي په ۱۱۸ بالونو ۱۰۵ منډې جوړې کړې او د سیالۍ په ګټلو کې يې مهم رول ولوباوه.

افغانستان تر دې دمخه استرالیا او نمیبیا ته ماتې ورکړې وه او د بنګلادیش څخه يې ماتې خوړلې وه.

جاويد “هوتك”

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x