افغانستان

اروپايي ټولنې د ایشچي قضیې د څیړلو غږ پورته کړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۲ چنګاښ، ۱۳۹۶م): په داسې حال کې چې د جوزجان په پخواني والي «احمد ایشچي» باندې د مرستیال ولسمشر «عبدالرشید دوستم» لخوا د جنسي تیري موضوع نهمې میاشتې ته داخلیږي، دغه لانجه ورځ تر بلې پیچلتیا غوره کوي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې دفتر په تازه څرګندونو کې د ایشچي-دوستم قضیې د څیړلو ملاتړ کړی او په یوې اعلامیه کې یې ویلي چې د اروپايي ټولنې غړي هیوادونه غوښتنه کوي چې د نوموړې دوسیې قضايي چارې په وخت بشپړې شي.

یادې ټولنې د «عادلانه» محکمې له لارې د دغې دوسیې په څیړلو ټینګار کړی.

د اروپايي ټولنې په اعلامیه کې همدا راز راغلي چې افغانان باید د ډیموکراسۍ او امنیت د ټینګښت لپاره په ګډه کار وکړي.

اروپايي ټولنه وروسته تر هغه د ایشچي د قضیې په اړه څرګندونې کوي چې تېره ورځ په کابل کې د امریکا سفارت هم د افغانستان په عدلي او قضايي ارګانونو غږ کړی و چې باید د ایشچي قضیه په جدي توګه وڅیړي.

باید وویل شي چې په ایشچي باندې د دوستم د جنسي تیري دوسیه یوه له هغو موضوعګانو څخه بلل کیږي چې د هیواد په سیاسي او امنیتي سړو تودو کې یې لا هم خپل ارزښت ټینګ ساتلی او یوازینۍ اخلاقي دوسیه ده چې په ولسمشر سربېره یې بهرني سفارتونه او اروپايي ټولنه غبرګون ته اړ ویستل او د جګړه ځپلي افغانستان لپاره حیاتي او برخلیک ټاکونکې موضوع ګرځيدلې.

په داسې حال کې چې د امریکايي ځواکونو په هوايي بریدونو او بمباریو کې هره ورځ ګڼ شمېر ولسي افغانان، سپین ږیري او ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکوي، کورني او بهرني لوړپوړي چارواکي په دې اندیښنه کې لالهانده دي چې څرنګه د ایشچي په لانجمنه موضوع کې ملامت او سلامت وپیژني.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x