افغانستان

د جرمني ولسمشر په ناڅاپي سفر کابل ته راغلی دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۲ چنګاښ، ۱۳۹۶م): د جرمني ولسمشر «فرانک والټر» نن د پنجشنبې په ورځ په یوه ناڅاپي سفر کابل ته رسیدلی دی.

د جرمني رسنیو ویلي چې نوموړي لومړی په مزار شریف کې د خپلو ځواکونو څخه لیدنه وکړه او بیا کابل ته ورسید، چیري چې به نوموړی د ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله سره وكتل.

باید وویل شي چې نوموړی د جرمني سفارت ته نیژدې د سترې چاودنې یوه میاشت وروسته کابل ته سفر کوي، په کومه کې چې شاوخوا ۱۵۰ تنه مړه او په سلګونو نور ټپيان شول.

څه موده مخکې د جرمني رسنیو د استخباراتي معلوماتو پر اساس یو راپور نشر کړ چې ویل یی جرمني د کابل چاودنې په اړه له مخکې لا معلومات درلودل او دا معلومات یې په کابل کې د چارواکو او امنیتي مسؤولینو سره شریک کړي وه خو ځکه چي امنیتي مسؤولینو هیڅ ځانګړي تدابیر ونه نیول، دوی اړ شول چې خپل د سفارت ټوله عمله له کابله وباسي او مزارشریف ته یې انتقال کړي.

د جرمني بهرنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې د کابل د پيښي په اړه په څرګندونو کې ویلي چې افغانستان ته به یو پلاوی ولیږي تر څو د کابل چارواکو سره په ګډه په تحقیقاتو کې برخه واخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

هغه اداره جه د مشر بادار په لاس یا خوله یی د هغه چاودنی کړنی یی پلان کی لرلی ، د جرمنیانو خبر ورکول ورته څه ګټه لرله ، هغه چاودنه حتی د یو ټانکر چاودنه بلکه د شاه شهید د چاودنی په شان هوایی چاودنه وه ، یو ورور د سمندر په نامه د هغه چاودنی د میزایل یا بم لوی او کوچنی پرزی د کوم تلویزون د لیاری خلکو ته وښودلی او دا یی هم وویل چه دا پرزی به د کابل غلامی ، ناوړه او فاسدی اداری لوړپوړو چارواکو ته په ګوته کوم دا کار به هغه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x