افغانستان

د کال ۲۰۱۷ په لومړیو شپږو میاشتو چا څومره ملکي تلفات را منځته کړي؟ طالبان یې ځواب وایي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۲ چنګاښ، ۱۳۹۶م): د طالبانو د ملکي تلفاتو د مخنیوي ادارې د کال ۲۰۱۷ د لومړیو شپږ میاشتو راپور نشر کړ او په دغه راپور کې ادعا کړې چې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو ۷۳ سلنه پيښي د امریکایانو او دولتي ځواکونو له لوري را منځته شوي دي، قریب ۱۵ سلنه پيښې طالبانو او پاتې داعش او نورو ډلو له لوري را منځته شوي دي.

د کتونکو په باور د افغانستان په روانه جګړه کې تر ټولو ستره قرباني د افغانستان ولس ورکوي، هر کال په زرګونو وژل کیږي، ټپيانیږي او په لسګونو زره خلک له خپلو سیمو کډوالۍ ته اړ کیږي.

طالبان وايي چې دوی د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره ځانګړی کمیسون جوړ کړی دی، تر څو د ملکي تلفاتو د دقیقو شمېرو د را ټولولو سربېره د امکان په صورت کې د قرباني شویو ملکیانو سره پر وخت مرسته او همکاري وکړي.

د راپور سره سم د کال ۲۰۱۷ په لومړیو میاشتو کې د ملکیانو پر ضد ۴۰۴ پیښې ثبت شوي دي چې په هغو کې ۶۸۹ کسان وژل شوي دي او ۱۰۴۱ تنه نور ټپیان شوي دي. چې د اکثریت مسؤولیت یې امریکایانو او دولتي ځواکونو ته راجع دی.

د طالبانو په شپږ میاشتني راپور کې د ملکي تلفاتو اختصار په لاندي ډول شوی دی چې مونږ یې هم د لوستونکو د لا زیاتو معلوماتو لپاره کټ مټ نشروو:

د تيرو کلنو په څير د سږ ۲۰۱۷ م کال لومړنۍ شپږ مياشتې (جنوري، فبروري ، مارچ ، اپريل ، مئ او جون) هم د ملکي تلفاتو او مرګ ژوبلې له مخې خونړی مياشتې وې. د مذکور کال په تیرو شپږو مياشتو کې (دټول هیواد) څخه د افغانستان اسلامي امارت د ملکي تلفاتو د مخنيوي او سمع شکايات مرکزی اداری مجموعاً (۴۰۴) د ملکي تلفاتو غمیزی پيښې د خپلو نمايندګانو. ازادو رسنيو قومي مشرانو او عامو وګړو په مټ په خپل دفتر کې ثبت او راجستر کړي دي. چې له دې جملې څخه (۲۹۶) پيښې د امريکايانو ، د مزدورې ادارې اردو ، پوليس او اربکيان لخوا شوي دي. (۶۰) پيښې د مجاهدينو لخوا او (۴۸) پيښې د داعش او د نامعلومو کسانو لخوا شوې دي.

په دې ترتیب د تیرو شپږو میاشتو د ملکي تلفاتو د(۷۳/۲۶٪ ) پيښو مسئولیت د امریکایانو او د کابل ادارې ته راجع کیږي، او د( ۱۴/۸۵٪ ) پيښو مسئولیت د اسلامي امارت مجاهدینو ته راجع کیږي، او د پاتې ( ۱۱/۸۸ ٪ ) پيښو مسئول د داعش په نامه فتنه ګر او ځینې نورې نامعلومه کړي دي.

د مذکوره (۴۰۴) ملکي تلفاتو په پيښو کې مجموعاً (۶۸۹) عام هيواد وال شهیدان شوي دي چې له دې جملې څخه (۴۹۵) يې نارينه ، (۸۴) يې زنانه او (۱۱۰) يې ماشومان دي. همداراز په مجموع (۶۸۹) شهيدانو کې ( ۴۲۴) د امريکايانو او د دوی پورې تړلې د مزدورې ادارې اردو، پوليس او اربکيانو لخوا شهيدان شوي دي ، (۸۴) د مجاهدينو په عملياتو شهيدان شوي دي او (۱۸۱) د داعش او د نامعلومو کسانو لخوا شهيدان شوي دي.

د پورته شمیرو له مخې د شهیدانو(۶۱/۵۳ ٪ ) مسئولیت د امریکایانو او کابل ادارې په غاړه ده، د( ۱۲/۱۹ ٪ ) مسئول مجاهدین پيژندل شوي، او د پاتې( ۲۶/۲۶ ٪ ) مسئول داعش او نورې نامعلومه کړۍ دي.

په مجموع کې په تيرو شپږو مياشتو په (۴۰۴) پيښو کې زمونږ (۱۰۴۱) هيواد وال ټپيان شوي دي چې له دې جملې څخه (۷۸۱) يې نارينه ، (۷۸) يې زنانه او (۱۸۲) تنه يې ماشومان دي.

همداراز له دې جملې څخه (۴۵۹) د امريکايانو او د مزدورې ادارې د ځواکونو لخوا ټپيان شوي چې (۳۰۹) يې نارينه ، (۵۴) يې زنانه او (۹۶) يې ماشومان دي.

په مجموع (۱۰۴۱) ټپيانو کې (۶۲) د مجاهدينو لخوا ټپیان شوي چې (۴۱) يې نارينه، (۱۰) يې زنانه او (۱۱) يې ماشومان دي.

او د داعش یانورو نامعلومه کړیو لخوا (۵۲۱) عام وګړي ټپيان شوي دي. چې (۵۰۵) یې نارينه (۳) يې زنانه (۱۳)ماشومان دي.

د پورته محاسبې له مخې د ټپيانو د( ۴۴/۰۹ ٪) مسئول امریکایان او دهغوی غلامان دي، د (۵/۹۵ ٪) مسئولیت مجاهدین په غاړه لري او د باقي ( ۵۰/۰۴ ٪ ) مسئولیت د داعش او نورو نامعلومه کړیو په غاړه دی.

د طالبانو بشپړ راپور او اعلامیه په لاندي ادرس کې لوستلای شئ:

https://justpaste.it/18wp0

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x