افغانستان

د ټرمپ له مداخلې وروسته افغان انجونو ته د امریکا ویزې ورکول کیږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۲ چنګاښ، ۱۳۹۶م): د امریکايي ولسمشر د مداخلې وروسته د امریکا حکومت هغو شپږو انجونو ته ویزې ورکوي چې غواړي په امریکا کې په یوه مسابقه کې ګډون وکړي.

دغه شپږ انجوني د هرات ولایت دي، دوی د روبوټ جوړونې یو ټیم جوړ کړی او غواړي چې د امریکا په هغه نړیواله مسابقه کې ګډون وکړي په کوم کې چې د نړۍ ۱۰۰ ټیمونه ګډون کوي، چې په هغو کې د عراق، ایران او سوډان ډلې هم شته.

د سپینې ماڼۍ یوه مسؤول اسوشیټډ پریس ته ویلي چې د شپږو انجونو د ویزو په اړه ولسمشر ټرمپ خپله مداخله کړې چې له مخې به یې ویزې ورته اجراء شي. د سپیني ماڼۍ ویاندې هم تېره ورځ دغه خبر تایید کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x