نظــر

غربي سادیستان په عربي نقاب کښې

د 2013 کال د جولای په 3 مه د مصر د پوځ لوی درستیز عبدالفتاح السیسي  د مصر مشروع ولسمشر محمد مرسي د کودتا په ترڅ کښې له څوکۍ لیرې کړ او د مصر اساسي قانون یې د تعلیق په حالت کښې واقع کړ. دا هر څه هغه وخت رامنځته شول چې کله سیکولرانو او نورو بې دینه او نصراني کړیو د مرسي په مقابل کښې څلور ورځې پرلپسې لاریونونه وکړل او پوځ مرسي ته 48 ساعته وخت ورکړ څو د خلکو غوښتنو ته ځواب ووایي او د نه ځواب په صورت کښې به یې خپله اقدام کوي. هر عاقل کس پدې پوهېده چې په 48 ساعتونو کښې د سیکولرانو د غوښتنو منل ناشونی کار دی او دا د مرسي د لرې کولو لپاره له وخته جوړه شوې یوه پراخه دسیسه ده.

مصري پوځ د السیسي په مشرۍ مرسي ته نور وخت ورنکړ، هغه یې زنداني کړ او پر ځای یې په مؤقت ډول (عدلي منصور) د مصر ولسمشر وټاکه.  

مرسي‌ هغه ولسمشر وه چې د دوی د دیموکراسۍ د اصولو په رڼا کښې د مصر ولسمشر شو. د مصر خلکو رایه ورکړه او د رایو په اکثریت سره یې څوکۍ وګټله. مصر د لومړي ځل لپاره یو اسلامپال رهبر تجربه کاوه او د لومړي ځل لپاره د خلکو په ذهنونو کښې داسې تصور پیدا شو چې ګواکې اسلام په مصر کښې نهادینه کیږي او لدې ځایه به پاتې منځني ختیځ ته هم خپلې شعلې غوړوي. مصر هغه ځای دی چې ستراتیژیستان یې د منځني ختیځ کیلي بولي. دوی وایي که چیرې په مصر کښې اسلامي نظام رامنځته شي نو ډیر ژر به د ټول منځني ختیځ هېوادونه ورڅخه متاثر شي او په همدې مقیاس که چیرې په مصر کښې یو اسلام ضد حکومت وي نو د منځني ختیځ نور هېوادونه به هم له غیر اسلامي نظامونه تجربه کوي.  د مصر موقعیت د هغه کلتور، فرهنګ او ټولنې او په شاوخوا سیمو باندې د هغو سلطه هغه څه دي چې غرب او نوره عربي نړۍ یې له پامه نشي غورځولی. د نورو اقتصادي دلایلو او جهتونو تر څنګه غرب نه غواړي په مصر کښې د سیاسي اسلام یو رښتینی انځور رامنځته شي.

 اخوان المسلمین د خپلې مبارزې په پایله کښې د لومړي ځل لپاره د مصر د حکومت واګې په لاس کښې واخستې او هغه ارمان یې چې غوښتل یې مصر په یوه سوچه اسلامي هېواد بدل کړي لږ لږ په زرغونېدو شو. خو، اسرائیلو، امریکا او د منځني ختیځ د تش په نامه مسلمانو حکومتونوحاکمانو سره لاسونه یو کړل او دغه مشروع حکومت یې په ډیره ناځوانمردانه توګه راوپرځاوه. په میلیونونو خلکو یې په غبرګون کښې لاریونونه وکړل چې د لاریونونو په بدل کښې توتالیتر نظام د خلکو په سینو د ټوپکو شپیلئ خښې کړې  او تش لاسی ولس یې د رابعة العدویة په میدان کښې قتل عام کړ. د اخوان المسلمین د راپورونو پر اساس له ۶۰۰۰ شپږزره څخه زیات ولسي وګړي په دغو مظاهرو کښې د حکومت د ماشینګڼو او چورلکو په واسطه ووژل شول. د اخوان المسلمین مرشد عام محمدبدیع یې هم د اخوان المسلمین د رهبرۍ له نورو غړو سره زندانیان کړل.

مرسي اوس هم د مصر مشروع ولسمشر دی چې  د تورې کودتا په ترڅ کښې د (السیسي) له لوري زندان ته واچول شو، حکومت یې ورته لغو اعلان کړ او ورسره یې د اخوان ګوند هم منحل کړ. د 2014 د فبرورۍ په 19 له 35 نورو ملګرو او طرفدارانو سره یې بیا ځلې محکمې ته حاضر کړ او په هغه د محکمې له لوري داسې تورونه وشول چې؛

1.    مرسي په ۲۰۱۱ کال کښې له زندان څخه تښتېدلی او قاضیانو ته یې سپکې سپورې او بې عزتي کړې  

2.    د حکومت په دور کښې پردیو هېوادونو ته جاسوسي کوله.

3.    له ترورستي شبکو یعنې حماس او حزب الله سره یې پټې اړیکې درلودې،

4.    د 2013 کال د دسمبر په میاشت کښې د  ۱۰ کسو لاریون کوونکو د قتل په تور تورن دی چې د اولسمشرۍ د ماڼۍ مخې ته یې لاریون کړی وه؛
محکمې اعلان وکړ چې که چیرې له دغو تورونو یو یې هم په مرسي باندې ثابت شي  نو هغه ته به د اعدام سزا واورول شي. ددغو تورونو په اړه د جورج ټاون پوهنتون اسسټانټ پروفیسور عبدالله الآرین الجزیرې تلویزیون ته وویل: محکمه ددغو تورونو د اثبات په خاطر هېڅ لاسوند نلري ځکه چې دا تورونه سیاسي اړخونه لري او د مصر اوسنی وضعیت او حالت ډېر زیات سیاسي ابعاد لري. هغه همدارنګه زیاته کړه: دغه دوسیه د قانون د حاکمیت، تحقیق او ثبوت د اصولو څخه هېڅ نلري. د مرسي دا محکمه له هغو څلورو نورو سره ډېر توپیر لري، په دغه حالت کښې، د مصر حکومت کوښښ کوي څو پخوانی رژیم نامشروع اعلان کړي او راروانو حکومتونو ته غوږوهنې وکړي او پر ځای یې یو ډېر قوي مصري نشنلستي نظام رامنځته کړي.

د اسسټانټ پروفیسور عبدالله الآرین د خبرې په تائید سره د انسان ذهن کښې دا خبره خطور کوي چې د مرسي محکومول په اعدام باندې عین هغه جوړه شوې توطئه ده لکه څنګه چې یې ده ته په 48 ساعتونو کښې د خلکو د غوښتنو د منلو لپاره وخت ورکړی وه او ددې پر ځای چې محکمه خپله پرېکړه د تحقیق، د قانون د حاکمیت او ثبوت د پیدا کولو او وړاندې کولو د اصولو مطابق ترسره کړي یو اسلام او مسلمان ضد سنګر یې نیولی دی. د محکمې قاضي شعبان الشامي او نور څارګر د پخواني دیکتاتور اولسمشر حسنی مبارک خواخوږي او طرفداران ګڼل کیږي او له اصله د اخوان المسلمین له ګوند سره ګوندي او حزبي دښمني لري.

د Wall Street Journal غربي ورځپاڼې په حواله،کله چې د محمد مرسي پر ضد د 2012 کال  د نومبر په میاشت کښې وروسته له هغه چې د نوي اساسي قانون پر ضد د خلکو لاریونونه شروع شول  نو د دولت مخالفینو هر یوه، محمد البرادعي، عمر موسی او حمدین صباحي د پوځ له مشرانو سره په پټه توګه لیدنې کتنې پیل کړې څو د پوځ په زور محمد مرسي له قدرت څخه لیرې کړي. د 2013 کال د آپریل په 28 بغاوت شروع شو او له پورتنیو یادو شوو اشخاصو هر یو یې په خلکو، ګوندونو او احزابو ګرځېدل، لاسلیکونه یې راټولول څو مرسي د د جون د میاشتې په 30 مه له قدرت څخه لاس په سر شي. دغه تحرک د ملي نجات جبهې، د آپریل د 6 شپږمې د ځوانانو د تحریک، او د مصر د واکمن حزب له لوري پیل او ملاتړ شو او د مصر په ټولو لویو ښآرونو کښې یې خلک د حکومت ضد لاریونونو ته راوبلل. د جون په 15 چې کله مرسي په نړیوال کنفرانس کښې د سوریې  د جنګ په اړه وویل چې باید خارجي مداخله پکښې وشي نو ډیرې اندېښنې او غوصې یې وپارولې او د مصري سیاسیونو په اند مرسي د (ملي امنیت له سره خط) څخه پښه واړوله.

ددې دلایلو تر څنګه چې د مرسي اداره یې له ګواښ او سقوط سره مخ کړه څو نور دلایل هم شته چې پدې ډول دي؛

أ‌.    مرسي د 2012 کال د نومبر په 22 مه د اساسي قانون  اعلامیه خپره کړه چې په پایله کښې یې مرسي ځانته دا حقوق وضع کړل چې کولای شي عامه څارنوالان مقرر او منفک کړي او د هغه (مرسي) تصمیم به نهایي تصمیم وي  او تر هغو چې د خلکونوې اسامبله جوړیږي او اساسي قانون منظوریږي په ضد یې هېڅ څوک په هېڅ وجه نشي کولای استیناف طلبي وکړي . چې وروسته د هغه دا کار د ډېرو لاریونونو سبب شو.

ب‌.    د اخوان المسلمین او د هغوی د حکمرانې سیاسي ډلې او نورو طرفدارانو او ملاتړو د اکثریت څخه په استفادې چې د اساسي قانون په کمېټه کښې حضور لري د لانجه من اساسي قانون تاییدول او منظورول. که څه هم دغه اساسي قانون د 64٪ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره پاس شو خو راپورونو ویل چې د مصري اوسیدونکو له واجد شرایط رایې ورکوونکو څخه یوازې 30٪ خلکو رایه ورکړې وه. د ریفرنډم پدې پروسه کښې سیکولر او لیبرال ګوندونو او د کلیسا استازوګډون نه وه کړی او دا پروسه یې تحریم کړې وه.   

ت‌.    د برېښنا، ګازو او اقتصاد بحرانونه بل لوی دلیل دی. مرسي پلان درلوده چې له IMF څخه د 4.8 بلیونه امریکایي ډالرو پور په بدل کښې دولتي سبسایډي یا بسپنې بندې کړي چې په پایله کښې یې د برېښنا، ګازو، خوراکي توکو او مالیاتو بیه لوړېده او د اولس د توان له کچې وتله.

ث‌.    د ډېرو دیپلوماتیکي مشکلاتو تر څنګه یو هم د نیل سیند تر غاړې د ایتوپیایي اوبو بند جوړول وه چې په پایله کښې یې د مصر د اوبو سهمیه له خطر سره مخ کوله.

ج‌.    د مرسي د حکومت په دوره کښې د هېواد امنیت لا پسې خراب شوی وه چې له هغې جملې څخه دوه لویې پېښې یې د یادولو وړ دي؛ ۱: د سیناء په دښته کښې د ۱۶ تنو سرحدي پولیسو وژل کېدل. ۲: د ۷ تنو مصري پوځیانو اختطاف چې وروسته بیا راخلاص شول.

ح‌.    د مصري پوځ اقتصادي سودونه له خطر سره مخ ول چې کولای یې شول په آینده کښې د مصر پوځ ته ډېر لوی خطر راولاړ کړي.

ددغو ټولو دلایلو سربېره دا غیر عقلاني ده چې  یو ولسمشر دې د کودتا په ترڅ کښې له قدرته لیرې کړای شي ځکه ددې ستونزو حل د شورا له لارې کیدای شوای چې مرسي یې استیضاح کړی وای او ددې ټولو په اړه یې ورڅخه پوښتنې ګروېږنې کړې وې خو دا هر څه په زور او جبر یوازې په همدې دلیل ترسره شول چې اسلام او مسلمانان د همېش لپاره په دغه خاوره کښې د قدرت د ترلاسه کولو هلې ځلې ونکړي. د ډېر افسوس او شرم ځای د سعودي آل سلول کورنۍ ته دی چې د غدارانو او خاینانو تاریخ ددوی په څېرو او مسخ شوو قوارو کې تکراریږي. د سعودي په مالي مرسته د مرسي د حکومت چپه کېدل عین هماغه مثال لري لکه څنګه چې (ابن الاحمر) د اندلس په سقوط کښې له شپږم الفونسو سره لاس یو کړی وه او یو په یو یې د مسلمانانو مینې لوټلې او عسکر یې له صلیبي عسکرو سره په یوه مورچه کښې د مسلمانانو پر ضد جنګېدل. دا هماغه غربي سادیستان دي چې په عربي نقابونو کښې یې ځانونه پوښلي دي او د همدې لباس څخه په استفادې د اسلامي امت ریښې په تبر وهي او نه یې پریږدي چې سر راپورته کړي.
په دغه لیکنه کښې د لاندنیو لیکوالانو له لیکنې او الجزیرې تلویزیون له ویب پاڼې څخه ګټه اخستل شوې ده.
  ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
Richar Spincer (23 November 2012)
Heba Saleha (2013-05-29)
Hamza Hendavi (2013-07-01).

امت کالم – عبد البصیر عتیقزی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x