نړۍ

د پاکستان حکومت د پاته افغان مهاجرينو ثبت پيلوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۲ چنګاښ، ۱۳۹۶ل): د پاکستان حکومت په ياد هيواد کې د پاته شويو شته افغان کډوالو د بيا ځلي ثبت هوډ لري.

ټاکل شوې چې د کابل او اسلام آباد سفارتونو په موافقه په پاکستان کې د راتلونکي جولائ مياشتي په ۲۵ مه د پېښور او اسلام آباد نه د افغان کډوالو ثبت پيل او د اګست تر ۱۶ مي ټول پاکستان ته وغځيږي.

د پاکستان حکومت د بې سنده افغان کډوالو د ثبت او راجسټر لپاره لا له وړاندي امادګي نيولې ، د ادارې د اټکل له مخي اوس مهال په پاکستان کې څوارلس لکه افغان کډوال ثبت دي خو له دې سره سره بيا هم څو سوه زره افغان کډوال په نا قانونه توګه هلته ژوند کوي چې زيات وختونه د امنيتي ادارو له لوري ځورول کيږي.

د پاکستان په بلوچستان ايالت ، خيبر پښتونخوا او ځينو نورو برخو کې د افغان کډوالو د بيا ځلي ثبت لپاره د ۲۱ مرکزونه د پرانيستلو يادونه شوې او اټکل کيږي چې ۶۰۰۰۰۰ مهاجرين به يوازي او يوازي په خيبر پښتونخوا کې ثبت شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x