د علم غوره والی

حکيم الله صابر

د حضرت علي رضي الله عنه څخه چا پوښتنه وكړه چي مونږ لس تنه يو او يوه پوښتنه لرو ، خو ځواب په جدا جدا توګه غواړو!
پوښتنه مو داده چې علم غوره دي او كه مال؟!.

حضرت علي رضي الله عنه ځواب وركړ ، چي علم غوره دى ځكه چي :

1 ــ علم د أنبياؤ علیهم السلام ميراث دي او مال د فرعون او قارون.

2 ــ علم د ګرانښت سبب ګرځي او مال ځانته بې شميره غليمان پيدا كوي.

3 ــ د علم د غلا كولو ويره نشته او د مال د غلا كولو احتمال هر وخت موجود وي.

4 ــ علم چي څومره زړيږي هومره پخيږي او مال كه لږ وخت هم پروت وي نو د زړښت او خرابيدو ويره لري.

5 ــ د علم خاوند ته مهربان ويل كيږي او د مال څښتن ته كله كنجوس هم ويلى شي.

6 ــ علم په لګښت سره لا زياتيږي او مال په خرڅ كولو سره كمبوت پيدا كوي.

7 ــ د قيامت په ورځ علم د نيكمرغئ سبب ګرځي او د مال د حساب كتاب پوښتنه به كيږي.

8 ــ په علم باندي زړه ورښانه او مال كله نا كله د زړه د توريدو باعث هم ګرځي.

9 ــ علم ستا ساتنه كوي او د مال ساتنه به ستا په غاړه وي.

10 ــ د علم د ډيرښت له كبله حضور أكرم صلى الله عليه وسلم «مَا عَبَدْنَاكَ حَقّ عِبَادَتُكَ» ويلي او د مال د كثرت له امله فرعون د الهي دعوه كړې وه.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.