افغانستان

کرزي يو ځل بيا له پاکستانه د ملا برادر د خوشې کولو غوښتنه وکړه

ولسمشر کرزي نن په کابل کې د پاکستان د ماليې وزير اسحاق ډار سره د پاکستان او افغانستان په دوه اړخيزو خبرو حث وکړ. د خبرو اترو په ترڅ کرزي و ويل چې، پاکستان بايد ملا برادر خوشې کړي.

له دې مخکې هم پاکستان اعلان کړی و چې ملا برادر يې خوشې کړی، ولې طالبانو او افغان حکومت ويلي و چې ملا برادر نه دی خوشې شوی. د کرزي اداره وايي چې د ملا برادر راخوشې کول به د سولې پروسه کې مثبت رول ولوبوي.

 اسحاق د کرزي د خبرو په ځواب کې و ويل چې د ولسمشر له خبرو سره پوره توافق لري. له دې مخکې د پاکستان لومړي وزير ميا نواز شريف هم د کابل د سفر پر مهال ويلي وه چې، ملا برادر ازاد دی او هر څوک کولای شي چې، ليده کاته ورسره وکړي؛ مګر د وخت په تېريدو تر اوسه د ملا برادر خوشې کول لا هم نه دي ثابت شوي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x