غزل/ جانان خدرخېل

جانان خدرخېل

لږ به له جګړې نه در بهر شمه
سپینې سولې چرته یې!؟ چې در شمه

ژوند مې د چړو په څوکو ځوړند دی
غواړم ستا په غېږ کې بختور شمه

ته دې د نېکمرغه سهار سترګه شې
زه دې د زېړي مازدیګر لمر شمه

نوک، وورۍ که نشي پښتانه یاران
نور به هم خراب او در په در شمه

جنګ یم وحشي کړی خو که ته راغلې
زه به د همت او مینې غـــر شمه

پیره! ستا د دوو سترګو مرید که شوم
ستورو او سپوږمۍ نه به هم بر شمه

پرېږده “خدرخېل” چې لږ خو وخاندم
لږ به له خفګانه مرور شمه
ــــــــــــــــــــــــــــــ
جانان خدرخېل
۱۳۹۶/۴/۲۲



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.