د نصيب رحماني دوه غزلونه

نصيب رحماني

د بیوسۍ د انتها دیوال ته وژړیده
هسې له شرمه په مسکا دیوال ته وژړیده

تاته یې هسې د مسکا څيره در وښودله
ته چې روان شوي تر صبا دیوال ته وژړیده

زما د سفر اوازه دومره تاثرناکه وه چې
لکه د بُت په بسم الله دیوال ته وژړیده

ماته یې ټوله د یوسف کیسه په سترګو وکړه
شوه راله غاړې زلیخا دیوال ته وژړیده

د کلي خان چې وه بیګا ورله ډوډۍ ورکړې
هغه مورکۍ لاس په دعا دیوال ته وژړیده

رحماني! تاته یې کتل تر ډېره،ډېره پورې
رحماني! ته شولي پنا دیوال ته وژړیده
ــــــــ
نصیب رحماني

بیخي ناچار یم بیخي ستړی
هو له یو چا نه د زړګي ستړی

له مزدورۍ نه چې راځم لویږم
غُربت له ما ، زه له ډپي ستړی

د تړمو اوښکو راته هیڅ نه وایي
وایي جانان به شي دستي ستړی

د شپې په خوب کې هم بارونه وړمه
لکه د ورځې حمالي ستړی

د بې خوبۍ نه مې ګیله نه کیږي
ستا د غامبور له غارګوړي ستړی

سپوږمۍ ته ځیره شه او ښه یې ګوره
په کې تصویر د رحماني ستړی
ـــــــ
نصیب رحماني



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.