دیني، سیرت او تاریخ

د شیطان پېژند ګلوي (دوهمه برخه)

دکتور کفایت الله وردګ

جني شیطان له اور نه پیدا شوی دی

مخکې مونږ تیر کړل چې شیطانان په دوه ډوله دي یو ډول جني او بل انسي هغه چې جني شیطان دی هغه خو له اور نه پیدا شوی دی لکه ټول جنیات چې څنګه له اور نه پیدا شوي دي لکه الله جل جلاله چې فرمايي : وَالْجَانَّ خَلَقْنَاهُ مِنْ قَبْلُ مِنْ نَارِ السَّمُومِ . سورة الحجر

ترجمه : او جان (د پېریانو پلار) پیدا کړی دی مونږ هغه پخوا له (انسانه) له اوره بې لوګي څخه .
په بل ځای کې الله جل جلاله فرمايي :

وَخَلَقَ الْجَانَّ مِنْ مَارِجٍ مِنْ نَارٍ . سورة رحمن

ترجمه : او پیدا کړی دی (الله جل جلاله) (پلار د) پېریانو (ابلیس) له خالصې شغلې د اور څخه چې دود (لوګی) ئې نه درلود .

جنی شیطان انسانانو ته نه ښکاره کیږي

جنی شیطانان داسې دي چې هغوی لکه د عامو جنیاتو په څېر انسانانو ته نه ښکاره کیږي ددې امله خو د هغه سره د انسانانو د ډارولو او څه تکلیف ورکولو ډېر سهولتونه موجود دي او د دوی دا صفت الله جل جلاله هم یادوي چې فرمايي : إِنَّهُ يَرَاكُمْ هُوَ وَقَبِيلُهُ مِنْ حَيْثُ لَا تَرَوْنَهُمْ إِنَّا جَعَلْنَا الشَّيَاطِينَ أَوْلِيَاءَ لِلَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ . سورة الاعراف

ترجمه : بېشکه دغه (شیطان) ویني تاسې (هم په خپله) دی او (هم قوم) لښکر د ده له هغې خوا چې نه ئې وینئ تاسې بېشکه مونږ ګرځولي مو دي شیطانان دوستان لپاره د هغو کسانو چې ایمان نه راوړي دوی .

علماء کرام فرمايي الله جل جلاله مونږ ته د شیطان دا صفت په ښکاره الفاظو کې وویلو سره لدې چې مونږ ته دا معلوم هم وو ددې لپاره چې باید انسانان ویښ وي ا و د شیطان هر فریب ګیر کولو ته تیار وي او دېته اشاره ده چې انسان ته ددې ضرورت دی چې دی ښه په پوره توګه متوجه اوسي او غفلت ونه کوي .

انسان به شیطان څه وخت ویني؟

له انسان سره هر وخت ملائک او شیطانان وي لکن انسان هغوی نه ویني خو یو وخت په انسان باندې داسې هم راتلونکی دی چې دا پرده به دده له سترګو لرې شي او هرشی به ویني بیا به شیطان هم ووینې او پرښتې به هم وویني الله جل جلاله د هغه حالت په اړه فرمايي : لَقَدْ كُنْتَ فِي غَفْلَةٍ مِنْ هَذَا فَكَشَفْنَا عَنْكَ غِطَاءَكَ فَبَصَرُكَ الْيَوْمَ حَدِيدٌ . سورة ق

ترجمه : په تحقیق سره (په دنیا کې) وې ته په غفلت بیخبرۍ له دې ورځې د عذاب څخه نو بېرته مو کړه له تا څخه پرده د غفلت ستا، نو سترګې ستا نن ډېرې تیزې دي ( چې پرې وینې خپل ټول اعمال) .

یعنی کله چې انسان د ځانکدن په حالت کې شي نو په دنیا کې چې هرشی لده څخه پټ وو اوس به ورته ښکاره شي انسان به په هغه وخت کې شیطان وویني چې دا ټول عمر الله جل جلاله مه کړه انسان د هغه متابعت کاوه ، د هغه خبره ئې منله ، اوس به ددې لپاره د انسان خوا ته راغلی وي چې هغه د ژوند په آخري لحظو کې هم پرې نه ږدي چې الله جل جلاله ته راجع شي او که دشیطان په خوښه کیږي نو دی کوښښ کوي چې هر مسلمان له دنیا نه غیر مسلم تېر کړي ترڅو په آخرت کې د همېشني عذاب مستحق شي او پدې وخت کې پرښتې هم انسان ته ښکاره کیږي چې راشي ترڅو د هغه څخه روح واخلي (ددې حالت پوره تفصیل زمونږ په کتاب د حتمي سفر د ځانکدن برخه) کې تېر شوی دی .

نو پدې وخت کې انسان ته هغه شیطان ښکاره شي چې ټول عمر یې له ده سره تېر کړو او ده نه وو لیدلی بلکه کله کله یې په داسې توګه په کومه ګناه ، غیبت ، دروغو ، فضولیاتو کې انسان اخته کړی وو چې انسان بالکل محسوس کړي نه وو چې دا د شیطان حرکت وو او اوس به شیطان کله د داسې چا په شکل کې ښکاره کیږي چې دې انسان ته ډېر ګران وي او ده ته به نصیحت کوي چې په یهودیت باندې مړ شه دا ستا لپاره غوره ده ، کله به ورته وايي چې په نصرانیت باندې مړ شه دا ستا لپاره غوره ده ، هغه به د الله جل جلاله ذکر او د کلمې ویلو ته نه پریږدي خو آیا انسان به دهغه خبره مني؟

الله جل جلاله مه کړه که په ژوند کې انسان داسې وو چې د شیطان هره خبره به یې منله نو اوس به یې هم ومني (الله جل جلاله د مونږ ورڅخه وساتي) او که په ژوند کې داسې انسان وو چې د شیطان هره خبره یې نه منله او انکار یې ورڅخه کاوه نو اوس به هم ورڅخه انکار وکوي .

شیطان ډېر بد شکل دی

پدې صفت کې دا له نورو پېریانو یوازې دی چې دده شکل ډېر بد دي لکه څرنګه چې دده افعال او اعمال بد دي الله جل جلاله په یو ځای کې دده د شکل بد والي ته اشاره کړېده چې هغه ونه چې د جحیم په مینځ کې را شنه کیږي د هغې تشبیه یې په بدوالي د شکل کې د شیطانانو له سرونو سره مشابه کړېده الله جل جلاله فرمایی : إِنَّهَا شَجَرَةٌ تَخْرُجُ فِي أَصْلِ الْجَحِيمِ طَلْعُهَا كَأَنَّهُ رُءُوسُ الشَّيَاطِينِ . سورة الصافات

ترجمه : بېشکه چې دا ونه ده (د زقوم ونه) چې را وزي په بېخ د دوزخ کې . وږي د هغې ګواکي سرونه دي د شیطانانو (په عمومي قباحت او کراهیت خپل سره) .

او دا د شیطان د بد شکل نظریه لکه چې په اسلام کې ده داسې په نورو مذهبونو کې هم وه د مثال په ډول د رسول الله صلی الله علیه وسلم تر بعثت وړاندې به چې خلکو د شیطان شکل جوړولو په خاصه توګه یهودو او نصاراوو نو هغه به یې د یو انسان په شکل کې جوړولو چې تور مخ به یې وو ګڼه او بد شکله ږیره به یې وه ، وریځې به یې پورته پورته ولاړې وې ، لویه بد شکله پوزه به یې وه او له پوزې نه به یې اور راوتلی وو او دوه ښکرونه به یې وو او لوی لوی بدرنګ وېښتان به یې وو .
شیطانان ښکرونه لري

له حضرت عبد الله بن عمر رضی الله عنه څخه روایت دی هغه فرمایی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايل : إِذَا طَلَعَ حَاجِبُ الشَّمْسِ فَدَعُوا الصَّلاَةَ حَتَّى تَبْرُزَ ، وَإِذَا غَابَ حَاجِبُ الشَّمْسِ فَدَعُوا الصَّلاَةَ حَتَّى تَغِيبَ ، وَلاَ تَحَيَّنُوا بِصَلاَتِكُمْ طُلُوعَ الشَّمْسِ وَلاَ غُرُوبَهَا ، فَإِنَّهَا تَطْلُعُ بَيْنَ قَرْنَيْ شَيْطَانٍ . صحیح البخاري

ترجمه : کله چې د لمر څنډه را پورته شي (لږ را و خیږي) نو بیا تر هغه وخته پورې مونځ پریږدئ ترڅو ښه پوره را ښکاره شي او کله چې لږ غیب شي نو بیا تر هغه وخته پورې مونځ پریږدئ ترڅو ښه پوره غیب شي او د لمر ختلو او لمر لوېدلو په وخت کې مونځ مه کوئ ځکه لمر د شیطان د دوو ښکرونو په مینځ کې را خیږي .

د احادیثو شارحین کرام فرمايي ددې معنی داده چې کله لمر را خیږي او يا غورځیږی هغه کسان چې د لمر عبادت کوي نو په همدې دوو وختونو کې لمر ته سجدې کوي نو شیطان د لمر خاته په طرف کې داسې و دریږي چې لمر د هغه د دوو ښکرونو په مینځ کې ښکاره کیږي نو چې بیا هغه ګمراه کسان چې لمر ته سجده کوي نو داسې ښکاره کیږي لکه همدې شیطان ته چې سجده کوي لدې سره شیطان د خوشحالي احساس کوي . …

نور بیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x