افغانستان

حزب التحریر: په انتخاباتو کې د حزب اسلامي ګډون ، صلیبیانو ته د سرټيټي په معنا دی

نن ټکی آسیا: حزب التحریر ولایة افغانستان د یوې اعلامیې په ترڅ کې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د  حزب اسلامي په وروستي دریځ،چې خپلو پلویانو ته یې په ټاکنو کې د ګډون امر کړی ، سختې نیوکې کړې او حزب یې نور له خپل اصلي مسیر څخه منحرف بللی.

د حزب التحریر د افغانستان ولایت مطبوعاتي دفتر په خپره کړې اعلامیه کې راغلي، چې د حزب اسلامي حکمتیار ښاخي د سلواغې په ۲۶ نېټه چې له افغانستان څخه د وروستي شوروي عسکر له شړلو سره برابره ده، د ۱۳۹۳ کال په ټاکنو کې پر خپلو پلویانو د ګډون غږ کړی.
په اعلامیه کې راغلي : « د حزب التحرير ولايه افغانستان مطبوعاتي دفتر د ګلبدين حکمتيار د اسلامي ګوند دغه له سرټيټي څخه ډک موقف په حقيقت کې غربي صلیبيانو ته تسليمېدل ګني او په سختو ټکو يې غندي او هغه د امريکا او ناټو د ګډ صليبي يرغل پر وړاندې د افغانستان د مؤمن او مجاهد ولس د روان في سبيل الله جهاد له سپېڅلو وينو سره څرګند خيانت بولي .. »
د حزب التحریر په باور د حزب اسلامي دا دریځ د لانډو ټکیو کره ثبوت دی :
که د حکمتيار د اسلامي ګوند په اند، د يرغلګرو ځواکونو په شتون کې ډيموکراتيکو ټاکنو مشروعيت درلودای، نو تېر ۱۳ کاله يې ولې جهاد اعلان کړی و؟ له دې دا ثابتيږي؛ چې د هغوی د جهاد د داعيې تر شا هم د پخوا په څېر ځينو نا مرئي لاسونو شتون درلود او د دغو لاسونو خباثت دادی نن په ډېره بې شرمۍ سره بربنډ شو.

*  ښاغلي حکمتيار ته زموږ نصيحت دا دی، چې د في سبيل الله جهاد لاسته راوړنې داسې له لاسه ورنه کړي. خو که هغوی دغه نامشروع نظام مشروع وګڼي، نو د هغه ګوند به هم د هغو ډلو په ټولي کې وشمېرل شي، چې په افغانستان باندې د امريکا د اشغال په جګړه کې يې فعاله ونډه درلوده. یعنې امريکا په افغانستان کې د مستقيمې جګړې ستراتيژي، تش په نامه سولې ته بدله کړه، همدامهال اسلامي ګوند هم د ډيموکراتيکو ټاکنو له لارې په افغانستان کې د امريکايي سولې له پروسې سره يو ځای شو.

*  سره له دې د حکمتيار پر اسلامي ګوند باندې د امريکا د لاسپوڅي پاکستاني حکومت د مشر نواز شريف او د هغه د استخباراتي ادارې آی اس أی نفوذ ثابتوي، چې پخوا يې د غربي صلیبيانو په ګټه د افغانستان د اسلامي جهاد سپېڅلی روح د کورنيو جګړو په واسطه مسخ کړ او نن يې يو ځل بيا د ۱۳ کلن صليبي يرغل پر وړاندې د في سبيل الله جهاد او د اسلامي دولت د تاسيس لپاره د کونډو، رنډو او شهيدانو له وينو سره خيانت وکړ.

*  کله چې امريکا له جنګ څخه سولې ته د خپلې ستراتيژۍ د بدلون په ترڅ کې هڅه وکړه، ترڅو د افغانستان قضيه په سيمه کې د خپلو ستراتيژيکو لاسپوڅو حکومتونو په واسطه حل کړي، نو د افغانستان په سياسي ډګر کې يو ځل بيا د هند او پاکستان تر منځ خپل منځي رقابت پياوړی شو او د حکمتيار د اسلامي ګوند دغه موقف هم د هند پر ضد د پاکستان له یوه سياسي مانور پرته بل څه نه دی.

*  له كمونيستي شوروي اتحاد سره د جهاد د اعلان له پيله تر ننه د افغانستان مسلمان ولس د اسلامي دولت تر سيوري لاندې د اسلام د بشپړ حاکميت لپاره قرباني ورکوي، خو جهادي رهبرانو او سياسي ګوندونو په وار-وار اسلام او اسلامي حکومت ته شا کړې او د هېواد وضعي کفري اساسي قانون، کفري نظام ډيموکراسي او د ملګرو ملتونو تر پرېکړه ليک لاندې صلیبي اشغال يې په ورين تندي منلی او د هغوی ټولې قربانۍ يې د صليبي يرغلګرې امريکا او ناټو د رضامندۍ او د څو ورځو جبريه واکمنۍ په هغه څوکۍ کې د پاتې کېدو لپاره له خاورو سره خاورې کړې، چې پښې يې له بنسټه کږې دي. نو د کار، زيار او مبارزې پای يې د دنيا او آخرت زيان ګرځېدلی، مګر که توبه وباسي او خپلې چارې له سره سمې کړي. هغوی هڅه کوي ترڅو په دغه اسلامي خاوره کې صليبي حاکميت دوام ومومي، هغه حاکميت چې انشاالله ډېر ژر به نسکور شي، په افغانستان کې له ماتې سره سم به د امريکا امپراطوري هم ډېر ژر سقوط وکړي. خو متاسفانه یو شمېر جهادي رهبران د خپلو شخصي ګټو لپاره، تراوسه هم د امريکا د حاکميت د بقا لپاره فعاليت کوي.
اعلامیې په پای کې د اسلامي او جهادي تنظیمونو په یو شمېر هغو رهبرانو او مخکښانو چې په تدریج سره په هېواد کې د امریکا او ناټو د موخو قرباني شوي او په ډاګه د هغوی ننګه او د ولس د روان مقاومت غندنه کوي،غږ کړی چې الله ته توبه وباسي او د خپل ایمان ، ولس او خپلواکۍ په لټه کې شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x