افغانستان

په پروان کې پر بهرنیو ځواکونو چاودنه شوې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۳ چنګاښ، ۱۳۹۶ل): د پروان ولایت په بګرام ولسوالي کې د بهرنیو ځواکونو پر یوه کاروان چاودنه شوې چې له امله یې د ذبیح الله مجاهد په وینا ۳ تنه امریکايي عسکر وژل شوي دي.

د پروان ولایت امنیتي چارواکو رسنیو ته ویلي چې چاودنه تېره شپه شاوخوا لس بجې د بګرام ولسوالۍ د ترکمان په سیمه کې هغه مهال را منځته شوه کله چې د سړک د غاړي یو ماین د بهرنیانو پر کاروان وچاودېد.

په کابل کې د امریکايي ځواکونو رسنیز دفتر چاودنه منلې خو د مالي اوی ځاني زیان په اړه یې د معلوماتو ورکولو څخه ډډه کړې ده.

باید وویل شي چې د بهرنیو ځواکونو د نوې پالیسي له مخې د امریکايي ځواکونو د قربانیو اعلان به د څو ورځو لپاره ځنډیږي.

خو په پروان کې عیني شاهدانو او ځايي اوسیدونکو رسنیو ته ویلي چې چاودنه دومره زوروره وه چې له امله یې د کورونو ښیښې ماتې شوې او د چاودنې له ځایه سره نیژدې یوه باغ ته هم زیان واوښت.

د پروان ولایت د امنیتي ځواکونو د همغږۍ د مرکز قومندان الوزي احمدزي رسنیو ته ویلي چې د پيښې سمدستي وروسته بهرنیانو سیمه کلابنده کړه ځکه دوی ته معلومات ونه شوه چې بهرنیانو ته به څومره تاوان رسیدلی وي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته په رالیږلي يوه پيغام کې ویلي چې په چاودنه کې د امریکایانو ټانګ هدف ګرځول شوی وو او په وینا یې ۳ تنه امریکایي عسکر په کښي ووژل شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x