افغانستان

روزګان کې بهرنیو ځواکونو عام افغانان وژلي دي / انځورونه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۳ چنګاښ، ۱۳۹۶ل): په روزګان ولایت کې بهرنیو ځواکونو هغه ولسي افغانان وژلي او ټپیان کړي چې وړاندې یې د همدوی د بمباریو له کبله خپل کورونه پریښي وو او تر شنه اسمان لاندې يې شپې سبا کولې.

پیښه تېره شپه د یاد ولایت مرکز ترینکوټ اړوند د لوړ دروشان په سیمه کې رامینځته شوې.

د راپورونو پر اساس دغه افغانان د بمباریو له امله له شاوخوا سیمو راکډه شوي او په دې سیمه کې پرته له سرپنا میشت وو، چې بهرنیو ځواکونو پرې چاپه ووهله او خلک یې په ناتاره ډزو په نښه کړل.

په پیښه کې د ۶ تنو د وژل کیدو او ۱۷ زخمیانو سربېره د ۲ بندیانو خبر ورکړل شوی چې بهرنیو ځواکونو ژوندي له ځانه سره وړي دي.

ویل کیږي چې په دغو عملیاتو کې دولتي عسکرو هم ګډون درلود او له بهرنیانو سره یې همکاري کوله.

د طالبانو سرچینو د پیښې پخلی کړی او ویاند یې قاري یوسف احمدي نوموړې پیښه «وحشت» بللی. نوموړي د ملګرو ملتونو په یوناما ادارې هم نیوکه کړې چې د «یرغلګرو او د دوی د ګوډاګیانو د بربنډو او ښکاره جنایاتو» باوجود په خپل کلني راپور کې د ملکي تلفاتو زیاته برخه طالبانو ته منسوبوي.

پژواک خبري اژانس ته د سیمې اوسیدونکو تایید کړې چې په مړو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. خو د روزګان امنیتي مسولین ټول وژل شوي او ټپیان «وسله وال مخالفین» ګڼي.

باید وویل شي چې په روزګان ولایت کې یاد ولسي افغانان په داسې حال کې د بهرنیو ځواکونو د ټوپک تر شپیلۍ لاندې ساه ورکوي چې دولتي چارواکي له دوستم څخه د ایشچي د قضیې په ګټلو بوخت دي.

که څه هم ګډ حکومت له امریکایانو سره د امنیتي تړون د لاسلیک پر مهال عامو افغانانو ته هیله ورکړې وه چې د ۲۰۱۵ کال له پیل څخه به بهرني ځواکونه په عملیاتو، چاپو او بمباریو کې ونډه نه اخلي او ټول ماموریت به یې دولتي عسکرو ته په مشورو ورکولو راڅرخي، خو په تېرو دوه نیمو کلونو کې د بهرنیو ځواکونو په کړنو کې د پخوا په پرتله توپیر نه لیدل کیږي.

د روزګان ولایت د تېرې شپې د پیښې په اړه تر اوسه بهرنیو ځواکونو او د ګډ حکومت د دواړو ښاخونو چارواکو څرګندونې نه دي کړي.

دغو خلکو د هوايي بمباریو له کبله خپلې سیمې پريښې وې او تر شنه اسمان لاندې میشت وو
بهرنیو ځواکونو په خلکو ړندې ډزې کړي، ۶ تنه يې وژلي او ۱۷ یې ټپیان کړي دي
د روزګان امنیتي چارواکي وايي چې وژل شوي او ټپیان «وسله وال مخالفین» دي
په وژل شوو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x