نړۍ

یهودانو په مسجد اقصی کې دننه درې فلسطینان ووژل / ویډیو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۳ چنګاښ، ۱۳۹۶ل): نن د جمعې په ورځ په مسجد اقصی کې دننه یهودي عسکرو درې فلسطینیان ووژل او په مسجد کې يې د جمعې پر لمانځه بندیز ولګوی.

دا لومړی ځل دی چې په مسجد اقصی کې دننه د فلسطینانو او اسرئيلي عسکرو تر منځ وسلواله نښته را منځته کیږي.

د اسرائیل پوځ ویلي چې په ډزو او چړې وهلو کې یوه ښځینه عسکره مړه او دوه نور عسکر ټپيان شوي دي.

د الجزیرې خبریال ویلي چې په مسجد اقصی کې دننه په اخ او ډب کې درې پولیسان ټپيان شوي هم دي.

د الجزیرې خبریال «الیاس کرام» وویل چې نن سهار پر پاو باندي اوه بجې فلسطینیانو د مسجد اقصی پر «باب الاسباط» دروازه باندي مامور اسرائیلي عسکرو باندي ډزي وکړې چې له امله یې درې پولیس ټپيان شول، چې د هغو څخه ددوه تنو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.

نوموړي زیاته کړه چې وروسته فلسطیني بریدګر مسجد اقصی ته ننوتل او هلته بیا د مسجد اقصی په صحن کې د اسرائیلي عسکرو په ډزو ووژل شول.

د پيښې وروسته یهودي امنیتي ځواکونو مسجد اقصی کلابنده کړی، د مسجد څخه یې ټول لمونځ کوونکي شړلي دي، د مسجد فلسطیني چوکیداران یې نیولي دي، د هغوی څخه یې تلیفونونه هم اخیستي دي او د جمعې پر لمانځه یې بندیز لګولی ده.

د راپورونو سره سم یو بل ۱۸ کلن فلسطینی د قرب لحم ښار ته نیژدې په یوه کمپ کې هغه مهال ووژل شو کله چې اسرائیلي عسکرو پر کمپ باندي برید وکړ او له امله یې ددواړو لوریو تر منځ اخ او ډب را منځته شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x