
حامد کرزي د ۱۹ تنو عسکرو وژل وغندل، طالبانو د جګړې وروستي جزئیات خپاره کړل
نن ټکی آسیا: طالبانو په یوه خبرپاڼه کې د کونړ ولایت د غازي آباد ولسوالۍ د تیرې شپې د خونړۍ جګړې وروستي جزئیات خپاره کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د غازي آباد ولسوالۍ اړوند د شیرغچ سيمه کې په هغه برید کې چې د ملي اردو د ځواکونو یو مهم مرکز د سونګ بيس باندې ترسره شو، د ملي اردو سرتېرو ته درانه ځاني او مالي تلفات اوښتي.
د طالبانو خبرپاڼه چې د دې ډلې د رسمی ویاند ذبیح الله مجاهد له لورې رسنیو ته استول شوې، زیاتوي چې د برید په پایله کې د ملي اردو ۳۵ سرتېري وژل شوي،۷ تنه ټپيان او ۶ نور ژوندي نیول شوي دي.
ویل کېږي، چې په دې خونړي برید کې ۱۶ مېله امریکايي ماشیندار، ۳میله پيکا، ۲ ميله راکيټ،۱ پس لګد توپ،یوه پايه هوان او زيات شمير سپکه وسله او مهمات ، خوراکي توکي او نظامي یونیفارم هم د طالبانو لاس ته ورغلي.
ښاغلی مجاهد په جګړه کې د خپلو دوو ملګرو له لاسه ورکول او د دوو نورو ټپي کېدل تائیدوي.
بل پلو د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي وايي چې په دې برید کې د دوی ۲۲ عسکر وژل شوي او لږ تر لږه لس تنه طالبانو ژوندي نیولي.
د طالبانو ویاند همداراز ادعا کړې چې د ننګرهار ولایت په حصارک ولسوالۍ کې يې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د اربکیانو د دوو مهمو قوماندانانو انور او ګل پاچا په ګډون ۱۴ عسکر وژلي او ۷ نور سخت ژوبل کړي او زیاتوي، چې : «پر یادو ځاني تلفاتو سربېره د عسکرو يو شمېر موټر هم زیانمن او وسلې يې تخريب شوي، په دغه درنه نښته کې زموږ ۴ تنه مجاهدين هم د شهادت لوړ مقام ته ورسيدل. »
باید وویل شي چي ولس مشر حامد کرزي په یوه اعلامیه کي تېره شپه د طالبانو لخوا د ملي اردو د ۱۹ تنو عسکر په سختو ټکو وغندل، او وژل شوي عسکر یې د هیواد پر ناموس باندي قربان شوي شهیدان وبلل.
نوموړي د افغان وژل شویو سرتیرو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کړل.
د ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کي راغلي چي حامد کرزي همدا راز د ملي دفاع وزیر ته لارښوونه وکړه چې د دغې پیښې د رامنځته کېدو په اړه تحقیقات وکړي.