نړۍ

د مسجد اقصی خطیب: په پنځوسو کلونو کې د لومړي ځل لپاره د جمعې پر لمونځ بندیز ولګېدی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۳ چنګاښ، ۱۳۹۶ل): اسرائیلي چارواکو نن د جمعې په ورځ په مسجد اقصی کې د جمعې پر لمونځ بندیز ولګوی.

د مسلمانانو د لومړۍ قبلې «مسجد اقصی» خطیب شیخ «عکرمه صبري» د ترکیې اناطولیه اژانس ته ویلي چې دا لومړی ځل دی چې په تیرو پنځوسو کلونو کې په مسجد اقصی کې د جمعې پر لمانځه باندي بندیز لګیږي.

د نوموړي په وینا ددې تر مخه په کال ۱۹۶۹ کې هغه مهال په مسجد اقصی کې د جمعې پر لمونځ بندیز ولګېدی کله چې د اګست میاشتي په وروستیو کې یوه استرالي «مایکل روهان» په مسجد کې اور ولګوی.

د یادونې وړ ده چې مسجد اقصی په کال ۱۹۶۷ کې د اسرائیل تر اشغال لاندي راغلی او تر اوسه پوري باندي واکمن دي خو په دې وروستیو کې چې د عربي هیوادونو په خپل منځ کې شخړې زیاتي شوي او خپله فلسطینیان هم پر دوه ډلو ویشل شوي دي، د قدس شریف په اړه د امریکا او اسرائیل جرآت زیات شوی دی.

باید وویل شي چې نن د قدس شریف په ښار کې د فلسطینیانو او اسرائیلي عسکرو تر منځ په نښته کې ۴ فلسطینیان او دوه اسرائیلي عسکر ووژل شول او یو شمېر نور ټپيان شول، چې له هغه وروسته په اقصی مسجد کې د جمعې پر لمونځ بندیز ولګول شو او په مسجد کې دننه لمونځ کوونکې هم ټول له مسجد څخه وشړل شول. ویل کیږي چې د نورو فلسطینیانو تر څنګ د قدس شریف دیني عالم او لوی مفتي هم اسرائیلو نیولی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x