نړۍ

روسیه ۱۰۰ ټنه وزن لرونکې (شیطان ۲) توغندۍ جوړوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۳ چنګاښ، ۱۳۹۶): د روسیې د لومړي وزیر مرستیال دمتري روګوزین د تېري پنجشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې ددوی د هیواد عسکري صنعت د ۱۰۰ ټنه وزن او لوی جسم لرونکي Satan 2 (شیطان ۲) توغندي جوړولو امر اخیستني ته انتظار کوي.

د روسیې Ria Novosti خبري اژانس ویلي چې شیطان ۲ توغندي د ځان سره د اټومي سرګولولو تر څنګ ۶ داسي بالستیک توغندي هم لیږدولی سي چې د یوې لویې وچي څخه بله لویه وچه په نښه کولی سي.

روسیه غواړي د روان کال تر پای ته رسیدلو وړاندي د شیطان ۲ ازموینه ترسره کړي، ددغه توغندۍ د خطرناکو ځانګړتیاوو څخه یوه داده چې ۱۰ اټومي سرګولولې د ځان سره لېږدولی سي، د توغولو په وخت کښي به د توغندۍ وزن ۱۵۰ ټنه وي او کولی سي په شمالي او جنوبي قطب کې هرځای په نښه کړي.

بریتانوۍ ایکسپریس ورځپاڼه وایي چې د شیطان ۲ توغندۍ د جاپان پر هیرو شیما تر کارول سوي اټوم بم ۲۰۰۰ ځله زوروره چاودنه رامنځته کولی سي او د بریتانیا په څېر هیواد په یوځل تباه کولی سي.

شیطان ۲ رادار نسي کشفولی او تر ۱۶ زره کلومتره واټن پوري ځان رسولی سي، د همدې امله تر امریکا پوري په ۱۲ دقیقو کې ځان رسوي.

شیطان ۲ به په تاریخ کښي تر ټولو لویه بالستیک توغندي وي، دغه توغندي د اټومي برید وروسته هم توغول کیدلی سي او د غرونو څخه د تېریدو په وخت کې په اتومات ډول پورته او کښته کیږي، د ضرورت په وخت کې خپل رفتار تر اواز هم تیزولی سي او خپل هدف ته ځان رسوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x