د ننګرهار کرکټ اکاډمۍ د خيبر ايجنسۍ له لوبډلې لوبه وګټله
د ننګرهار کرکټ اکاډمۍ لوبډلې د پاکستان په قبايلي خيبر ايجنسۍ کې د کرکټ سيالۍ وګټلې.
د دې اکاډمۍ مشر هستي ګل عابد وويل، چې دغه سيالۍ پنځه ورځې مخکې د خيبر ايجنسۍ په جمرود سيمه کې پيل شوې وې.
هغه زياته کړه، چې په دې سياليو کې د ننګرهار د کرکټ اکاډمۍ لوبډلې، د پاکستان د قبايلي سيمو (فاټا) لوبډلې او د خيبر ګرين په نامه لوبډلې برخه اخيستې وه.د نوموړي په وينا، نن د دې سياليو په پاى لوبه کې د ننګرهار اکاډمۍ او فاټا لوبډلې سره مخ شوې.
هستي ګل عابد وويل، چې د ننګرهار کرکټ اکاډمۍ لوبډلې پچه وګټله او لومړى يې په خپله بېټنګ وکړ.
دى وايي، چې د ننګرهار کرکټ اکاډمۍ لوبډلې په ټاکل شويو ٢٥ اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو، ١٦٨ منډې جوړې کړې او سيالې ډلې ته يې د ١٦٩ منډو هدف وټاکه.
د هغه په وينا، د ننګرهار لوبډلې له لوري شهزاد محمدي ډېره ښه لوبه وکړه او ٦٢ منډې يې جوړې کړې، دغه راز نصيب ٣٢ او کريم ١٧ منډې جوړې کړې.
عابد زياته کړه، چې د فاټا لوبډلې ياد شوى هدف ترلاسه نه کړى شو او په ټاکل شويو ٢٥ اورونو کې يې ١٦٧ منډې جوړې کړې او دغه راز د ننګرهار لوبډلې دغه لوبه د يوې منډې په توپير سره وګټله.
پژواک