افغانستان

محقق: د جنرال دوستم پر دوسیې د بهرنیو سفارتونو غبرګون د افغانستان استقلال ګواښي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۳ چنګاښ، ۱۳۹۶): د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق د یوه تلویزون سره په مرکه کې ویلي چې د جنرال دوستم محکمه سیاسي بڼه لري او هیڅ اجرائیوي اړخ به ونه لري.

نوموړي همداراز وویل چې د نوموړي په دوسیه او محکمه کې د بهرنیو سفارتونو له لوري مداخله د افغانستان استقلال او حاکمیت تر پوښتنې لاندي را ولي.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې د استاد محقق ګوند حزب وحدت، د جنرال عطا ګوند جمعیت اسلامي او د جنرال دوستم جنبش ملي د راه نجات په نامه ایتلاف جوړ کړی چې د محقق په وینا ډېر ژر به په کابل کې د ټولو مشرانو په شتون کې رسما اعلان شي او تشکیلات به یې وشي.

د نوموړي ایتلاف تر جوړېدو وروسته ګډحکومت یو ځل بیا په حرکت راغلی او د جنرال دوستم پر ضد یې د ایشچي قضیه محکمې ته وړاندي کړې ، په ورته وخت کې د امریکې او اروپايي ټولنې سفیرانو په کابل کې د دغه محکمې په اړه بیانونه ورکړي دي او هر یوه د جنرال دوستم د محاکمې غوښتنه کړې او د نوموړي پر مجازات یې ټینګار کړی دی. خو جنرال دوستم ویلي چې پر ضد یې محکمه سیاسي بڼه لري او هیڅکله به ورته حاضر نه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
pattang

تف لانت فاسده استقلال حه ته وایې او ته یې کله به مانا بوهیږې د شخې برتوګ دې هم د سې ای اې به دالرو اخلې
احمقه حوک چې اقتصادی استقلال ونلری هغوی سیاسی استقلال هیح وخت نشی اخیستی او نه یې لری که cia دالر درباندې ودروی تول عساکر او مامورین مو تشتی ۱
ته احمق به سیاست حه بوهیږې ۱۱۱
هیحوک له قانونه جګ ندی او نه جګېدی شی ۱۱

سيد مصطفي

دخندا زاي دي په وطن زرگونه پردي عسكرو په موجوديت كي دوطن حاكميت تر پشتني لاندي نه زي ياره يا خو دوي خپل عقل له لاسه وركري دي او يا موژ سه نه پوهيژو

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx