نړۍ

د ملک سلمان مشر ورور وفات شوی، جنازه یې نن ده

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۳ چنګاښ، ۱۳۹۶): د سعودي باچا ملک سلمان مشر ورور عبدالرحمن بن عبدالعزیز تېره ورځ وفات شو او نن یې په مکه مکرمه کې د ماخوستن لمانځه وروسته د جنازې لمونځ ادا کیږي.

امیر عبدالرحمن د اوسني سعودي هیواد بنسټ ایښودونکی عبدالعزیز ۱۶م زوی وو، په کال ۱۹۳۱ کې پيدا شوی او د ۸۶ کالو په عمر باندي تېره ورځ وفات شو. نوموړي د سعودي د دفاع وزارت او هوايي چلند مرستیال وزیر پاته شوی دی.

باید وویل شي چې د ملک عبدالعزیز د ۳۶ زامنو څخه اوس یوازي نهه زامن ژوندي پاته دي چې د اکثرو عمرونه یې تر اتیا پورته دي.

د ملک عبدالعزیز ژوندي پاته زامن:

1 امیر بندر (پيدایښت 1923).
2 امیر متعب (پيدایښت 1931).
3 امیر طلال (پيدایښت 1931).
4 الملك سلمان (پيدایښت 1935). (اوسنی باچا).
5 امیر ممدوح (پيدایښت 1939).
6 امیر عبدالإله (پيدایښت 1939).
7 امیر أحمد (پيدایښت 1942).
8 امیر مشهور (پيدایښت 1942).
9 امیر مقرن (پيدایښت 1945).

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x