هندو د «غوايي» په ښکر ووژل شو / ویډیو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۳ چنګاښ، ۱۳۹۶): د هندوستان په لویدیځ ولایت راجستان کې یوه غوايي هندو په ښکر وهلی او وژلی دی.

د سړک پر غاړه امنیتي کامرې دغه پېښه عکاسي کړې او ویډیو یې پر ټولنیزو پاڼو خپره شوې ده.

په ویډیو کې ښکاري چې دوه غوایان د سړک پر غاړه ولاړ دي، موټرو ته ګوري او هیڅ نه وایی، تر دې چي یو موټر سایکل راځي او یو غویی باندي ور منډه کوي، پر موټر سایکل سپور په ښکرونو وهي او لاندي یې را غورځوي.

د وژل شوي هندو نوم «ستیش تلوار» وو، د نوموړي د کورنۍ یوه غړې وايي چې هغه د «مندر» څخه را روان وو چې غوايي ووهه او ومړ.

خو نور هندوان چې پر ویډیو یې تبصرې کړي وايي چې حتما وژل شوي هندو څه بد کار کړی وو ځکه خپل خدای ووهه کنه نور یې ولي نه وهل.

باید وویل شي چې هندوان د نورو حیوانانو تر څنګ د غوا عبادت هم کوي، مقدس حیوان یې بولي او مسلمانان یې په حلالولو او غوښې خوړلو مجازات کوي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.