یوې ښځي د مرګ څلور میاشتي وروسته غبرګولي زیږولي دي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۳ چنګاښ، ۱۳۹۶): په برازیل کې یوې ۲۱ کلنې ښځي د خپل دماغي مرګ څلور میاشتي وروسته غبرګولي زیږولي دي.

دغه ښځه چې «فرانکلین داسیلفا» نومیږي، څلور میاشتې تر مخه یې دماغي سکته کړې وه او ډاکټرانو مړه بللې وه خو په رحم کې يې ۲ بچیان تر مرګ وروسته هم ژوندي او په ښه صحت وه، چې له امله یې په روغتون کې وساتل شوه، بدن ته یې صناعي تنفس او خوراک جاري وساتل شو او څلور میاشتي وروسته دوه ماشومان په قیصري عملیاتو د اوه میاشتو په عمر ځیني را وایستل شول.

د زیږېدنې وروسته په رسمي توګه د ماشومانو مور مړه اعلان شوه او د جنازې مراسمو د تکمیل لپاره کورنۍ ته وسپارل شوه.

دا لومړی ځل دی چی داسي یوه پيښه د نړۍ په سطحه ثبتیږي، چې له امله یې برازیلیان دغه پيښه یوه معجزه بولي او د ماشومانو لپاره یې د پیسو جمعه کول پيل کړي تر څو یې پلار او کورنۍ په ښه توګه را لوی کړي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.