نړۍ

مسجد اقصی به تر راتلونکي یکشنبې د لمونځ کوونکو پر مخ بند وي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۳ چنګاښ، ۱۳۹۶): د اسرائیل چارواکي وايي چې تر راتلونکې یک شنبې پوري به مسجد اقصی د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په امر د لمونځ کوونکو پر مخ بند وي.

باید وویل شي چې دا په تیرو پنځوسو کلونو کې لومړی ځل دی چې په مسجد اقصی کې د جمعې پر لمونځ بندیز لګول کیږي او د لمونځ کوونکو پر مخ باندي بندیږي.

اسرائیلي چارواکو ویلي چې دوی به د یک شنبې په ورځ بله ناسته کوي او موقف به څاري او بیا به د مسجد د خلاصېدو او بند ساتلو پرېکړه کوي.

باید وویل شي چې نن د فلسطینیانو او اسرائیلي عسکرو تر منځ په نښتو کې دوه اسرائیلي عسکر ووژل شول او همداسي په مسجد اقصی کې دننه درې فلسطینیان د اسرائیلي عسکرو په ډزو ووژل شول یو بل فلسطینی په بیت لحم کې ووژل شو.

اسرائیلي عسکرو د ۳ وژل شویو فلسطینیانو پر کورنیو بندیز لګولی چې د هغوی غم به نه لمانځي او فاتحه به یې نه اخلي.

ویل کیږي چې په قدس شریف او غربي تړانګه کې اسرائیلي ځواکونو امنیت سخت کړی دی او مسجد اقصی ته تللي لاري يې ټولې بندي کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x