افغانستان

کونړ غازي اباد کې د ملي اردو د عسکرو د وژنې په اړه نوې اوازې خپرې شوې

د کونړ والي شجاع الملک د ملي اردو د عسکرو وژنه داخلي دسيسه بوولي او د دفاع وزارت هغه خبره يې رد کړه چې ګواکې د ملي اردو عسکرو شپږ ساعته له طالبانو سره جګړه کړې ده.

د کونړ والي شجاع الملک وايي چې د ملي ارد درې عسکر وسلوالو طالبانو سره د يوې دسيسې په نتيجه کې د ملي اردو مرکز ته ننوتل. شجاع الملک وايي چې، د شپې تر درې بجو هغه کسان په پهره ولاړ وو چې، طالبانو سره يې پټه سلا کړې وه چې په ټاکلي وخت به د ملي اردو پر مرکز بريد کوي.

د والي په وينا طالبانو هغه پهره دار عسکر وژلی چې، دوی سره په دغه پلان کې نه وه شريک. شجاع الملک وايي د دغو درې تنو کې د يو نوم قاري ولي الرحمن دی.

والي وايي چې وسلوال طالبان ناببره د ملي اردو قرار ګاه ته ننوتل او پر عسکرو يې ناتاره ډزې پيل کړې چې، په نتيجه کې يې شل عسکر وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شول.

شجاع الملک ازادي راديو سره په مرکه کې و ويل چې، دی حيران دی چې ولې ملي امنيت دغه دسيسه کشف نشوه کړای. شجاع الملک وايي چې، يو عسکر له دغې پيښې روغ وتلی او چارواکو ته يې خبر ورکړی.

امنيتي ځواکونو له هوايي ځواکه مرسته غوښتې، خو هيچا پرې غوږ نه دی ګرولی. بل پلو وسلوالو طالبانو ويلي چې، په دغه بريد کې يې د ملي اردو ۳۵ عسکر وژلي او شپږ يې له ځان سره بوولي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x