افغانستان

نامعلومو وسلوالو د ننګرهار یو شاعر وژلی دی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴ چنګاښ، ۱۳۹۶): تېره ورځ جمعه د ننګرهار ولایت په خوږياڼو ولسوالۍ کې یو شاعر او یو ملګری یې د نامعلومو وسلوالو له لوري په ډزو وژل شوی او بریدګر په تیښته بریالي شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي ویلي چې وسلوالو د عصمت الله بشري په نامه یو محلي شاعر او د هغه ملګری په بې غږه تومانچې ویشتلي او له سیمې څخه په تیښته بریالي شوي دي.
نوموړی ویلي چې تر اوسه معلومات نه دي شوي چې دغه بریدګر به څوک وي خو په اړه یې پلټنې رواني دي.

عصمت الله بشري د ننګرهار ولایت دخوږیاڼو ولسوالۍ اوسیدونکی یو محلي شاعر وو، د نوموړي یوه ټولګه هم چاپ شوې او په مرګ یې فرهنګپاله ټولنه سخته خواشیني شوې ده.

د ننګرهار د ولایتي شورا مرستیال لعل محمد دراني هم رسنیو ته ویلي چې شاعر بشري د خپل یوه ملګري «قدرت الله» سره د کږې په بازار کې یوه دوکان ته د ننوتلو پر مهال په بې غږه تومانچې ویشتل شوی دی.

باید وویل شي چې د دولتي ځواکونو په لیکو کې نامسؤوله وسلوالو ډېروالی ددې سبب شوی چې د ولایتونو او ولسوالیو په ښارونو کې هم بې امنیتي او هدفي وژنې زیاتې شوي چې له امله یې د ښارونو اوسیدونکي هم د هیڅ نوعه امنیت احساس نه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x