افغانستان

امریکا: په افغانستان کې د داعش نوی مشر هم ووژل شو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴ چنګاښ، ۱۳۹۶): د امریکا دفاع وزارت اعلان وکړ چې په افغانستان د اسلامي دولت ډلې (داعش) نوی مشر یې وژلی دی.

د پنټاګان ویاند «دانا وایټ» په یوه رسنیز کانفرانس کې نن د جمعې په ورځ وویل چې د اسلامي دولت ډلې د خراسان ولایت مشر د جولايي میاشتي په ۱۱مه نیټه په یوه بمباري کې ووژل شو.

د امریکا د سمندري ځواکونو ویاند «بل سالوین» هم ورته معلومات ورکړي او ویلي يې دي چې د « ابو سید» په نامه د خراسان ولایت والي په کنړ ولایت کې د ډرون الوتکې په برید کې ووژل شو.

د امریکا دفاع وزیر جیمس ماټیس د نوموړي وژنه یوه بریا بللې او د تروریزم پر ضد جګړه کې پرمختګ بللی دی او ویلي دي چې د نوموړي په مړینه به دداعش ډله د میاشتو په اندازه شاتګ وکړي ځکه چې دوی به اوس له سره ځان سره ترتیبوي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قومندان نیکولسن په یوه خبرپاڼه کې ویلي « په کال ۲۰۱۷ کې د داعش پر ضد جګړه کې دا زمونږ د بریاو تسلسل دی، ابو سید د داعش دریم امیر دی چې مونږ یې وژنو، مونږ به تر هغو دوی وژنو تر څو چې ختمیږي، په افغانستان کې د داعش لپاره هیڅ خوندي پناه نشته».

باید وویل شي چې د داعش لومړی حافظ سعید وو چې تېر کال ووژل شو، دوهم مشر یې عبدالحسیب هم د روان کال ۲۰۱۷ په اپریل میاشت کې ووژل شو او اوس ویل کیږي چې دریم مشر یې ابوسید هم د جولايي میاشتي پر ۱۱مه نیټه وژل شوی دی.

تر اوسه دداعش ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

د خپلو کارخانو تولیدات څوک سیند ته نه غورځوی ، هغو ځایو ته لیږل کیږی او کارول کیږی چیری چه ورته اړه ده. هم دا منو چه د داعشیان کشران چه د اسلام به نامه یی تیرویستلی تر کار اخستلو وروسته یی د ګاربیچ په ډول له منځه وړی او به منځه وړلو یی ساده او مظلوم اولس تیرباسی چه د داعشیان د دوی تولید نه دی که وی نو کشران داعشان ولی امریکایان وژنی ، په دی ډول به د سیمی له هیوادو هم باچ اخلی چه داعشیانو تاسو ټولو ته خطر دی او مونږ درته ووژل او لوی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x