نړۍ

مصر: پنځه پولیس او دوه المانۍ سیاحاني وژل شوي، څلور ټپياني دي / ویډیو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴ چنګاښ، ۱۳۹۶): په دوه جلا جلا پيښو کې پنځه پولیس او د المانۍ سیاحانې وژلي شوي او څلور سیاحاني نوري ټپياني دي.

د تفصیلاتو سره سم تېره ورځ جمعه د الجیزه ولایت په یوه سیمه کې د پولیسو پر یوه موټر باندي په یوه وسلوال برید کې پنځه پولیس وژل شوي دي.

په سیمه کې امنیتي ځواکونو رسنیو ته ویلي چې موټر سایکل سپرو وسلوالو پر یوه موټر برید وکړ او پنځه پولیس یې ووژل.

د پيښي پړه چا په غاړه نه ده اخیستې، خو په دې وروستیو میاشتو کې په سلګونو مصري عسکر او پولیس د وسلوالو په ډزو کې وژل شوي دي چې وروستی پيښه یې په سیناء ولایت کې د لسګونو پوځیانو وژنه او ټپي کېدل وو.

پر ټولنیزو پاڼو او خبري رسنیو کې لاندي ویډیو خپره شوې او ویل شوي چې د همدې پيښې ده:

https://www.youtube.com/watch?v=krvV84hoPxg

په یوه بله پېښه کې تېره ورځ جمعه د الغردقه ښار په یوه هوټل کې یوه کس په چاړه باندي دوه المانۍ سیاحاني وژلي او څلور یې نور ټپياني کړي دي.

د پيښې وروسته بریدګر نیول شوی دی او ویل کیږي چې څلور سره ټپیاني د مختلفو اروپايي هیوادونو دي.

په مصر کې د پوځ له لوري د اخوان المسلمین ډلې پر حکومت باندي د انقلاب او عام وژنې وروسته په دغه هیواد کې د امنیتي ځواکونو پر ضد غوصه را پارولې چې له امله یې د امنیتي ځواکونو سره د وسلوالي مبارزې لپاره مختلفي ډلې تشکیل شوي چې وخت ناوخته پر پولیسو او پوځیانو باندي بریدونه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x