نړۍ

د مذاکراتو لپاره د حکومت لو مړی شرط اوربند دی

پاکستان کې ځينې مهمې سرچينې وايي چې د مذاکراتو د بيا پيلولو لپاره د حکومت لومړی شرط اووربند دی.

د پاکستاني حکومت لخوا د طالبانو مرکچي ټيم ته غير مستقيمه توګه ويل شوي چې، تر څو طالبان پر حکومتي چارواکو او عامو خلکو له بريدونو او چاودنو لاس وانخلي، تر هغه وخته مذاکرات بې ګټې او هيڅ امکان نلري.

د طالبانو د مرکچي ټيم غړی پروفيسر ابراهيم ته ويل شوي چې، که د طالبانو سياسي شورا په رښتيا مذاکرات غواړي،

نو بايد له چاودنو او بريدونو لاس واخلي او هغو کسانو سره پريکون اعلان کړي چې، دغه چاودنې او بريدونه کوي.

 

حکومتي چارواکي وايي چې له وروستيو بريدونو او چاودنو پس د پاکستان ولس غواړي چې، بايد د طالبانو پر خلاف قوي عمليات وشي، ولې دوی بيا هم له زغمه کار اخلي.

حکومت وايي چې که طالبان مذاکرات غواړي، نو اوور بند دې اعلان کړي. بل پلو پاکستاني طالبان وايي چې د پاکستان امنيتي ځواکونه د دوی بندي ملګري وژني او په لارو کوڅو کې يې غورځوي. طالبان وايي چې دوی دغه چاودنې او بريدونه د خپلو ملګرو د کسات په موخه کوي او که حکومت د دوی د ملګرو له وژنې او ځورونې لاس واخلي، دوی به هم اوور بند ته غاړه کيږدي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x