نړۍ

ترکيه د ناکامې کودتا کليزه لمانځي- ۷۰۰۰ نور کسان يې له دندو ګوښه کړل

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴ چنګاښ، ۱۳۹۶): د ترکيې حکومت د ناکامې کودتا د کليزې له پوره کېدو سره سم له يادې کودتا سره د تړاو درلودلو له امله ۷۰۰۰ زره نور دولتي کارکوونکي له دندو ګوښه کړي دي.

د ترکيې حکومت نن د شنبې په ورځ د تېر کال د ناکامې کودتا کليزه لمانځي.

د ترکيې رسنيو ويلي، ډیری هغه کسان ګوښه شوي چې په امنيتي ادارو، عدلي- قضايي محکمو او پوهنتونونو کې يې دندې ترسره کولې.

د ترکيې دولتي رسنۍ “ګزت” ليکلي، چې له دندو ګوښه کړل شويو کسانو د حکومت پرضد کارونه کول او ځينو نورو يې د ترهګرو ډلو غړيتوب درلود.

د مالوماتو له مخې، د ګوښه شويو کسانو په نوملړ کې ۲۳۰۳ تنه يې د ددغه هېواد پوليسان او پاتې نور يې د ملکي ادارو کارکوونکي او د پوهنتون شاګردان او استادان دي.

ترکيې په ځلونو له امريکا غوښتي چې فتح الله ګولن وروسپاري، ځکه چې د دغې ناکامې کودتا مسئول دی، خو امريکا تر اوسه د دغه هېواد غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویلی.

د تير کال په جولای مياشت کې د رجب طيب اردغان پر حکومت د ناکامې کودتا پر مهال له ۲۵۰ ډیر نظامي او ملکي وګړي ووژل شول.

د ترکيې حکومت د دغې کودتا سره په تړاو لرلو شاوخوا يونيم لک کسان له دندو ګوښه کړي او له پنځوس زرو زيات د حکومت نظامي او ملکي مامورين يې نيولي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x