افغانستان

بدخشان کې سېلابونو ۱۷ تنه وژلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴ چنګاښ، ۱۳۹۶): په بدخشان ولايت کې د تېرو درې ورځو د سختو بارانونو له امله سيلابونه راوتلي، چې لسګونه کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د دغه ولايت سيمه ييز چارواکي وايي، چې سيلابونو د شکي او نسي په ولسواليو کې ۱۷ کسان وژلي او شاوخوا پنځلس تنه نور ټپيان دي.

د بدخشان ولايت يو تن مطبوعاتي مسئول نيک محمد نظري وايي، په مړو شويو او ټپيانو کې ډیری يې مېرمنې او ماشومان دي.

نوموړي زياته کړه، په دغو دوو ولسواليو کې د ځاني زيان سربيره خلکو ته مالي زيانونه هم اوښتي دي.

د بدخشان د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رئيس عبدالله دهقان ويلي، ولايتي اداره اسانتیاوې نه لري چې اړمنو خلکو ته مرستې ورسوي او له مرکزي حکومت نه يې غوښتنه کړې چې زيانمنو خلکو ته دې بېړنۍ مرستې ولېږي.

د هغه په وينا، ښايي په سېلابونو کې د مړو او ټپيانو شمير له دې هم زيات شي.

هغه وويل، چې د سېلابونو د راوتلو له امله د ډیری ولسواليو لارې هم ويجاړې شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x