افغانستان

متوکل: په دوبۍ کې د سولې په باب وروستۍ ناسته بې ګټې ده

نن ټکی آسیا: د طالبانو د پخوانیو چارواکو په ګډون یو شمېر سیاسي څېړونکي د سولې د عالي شورا او معتصم اغا جان وروستۍ ناسته ، چې په دوبۍ کې ترسره شوه، د سولې د پروسې لپاره د ګټې پر ځای تاواني بولي.
شنونکي په دې اند دي چې د دوبۍ په وروستۍ ناسته کې د سولې د عالي شورا د استازو او معتصم اغاجان د څلور کسیزې ډلې له خوا ترسره شوه، د طالبانو د سیاسي کمیسیون استازو او د هغوی رښتینو استازو د نه ګډون له کبله هېڅ ګټه نشي لرلای.

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د بهرنیو چارو وزیر وکیل احمد متوکل وايي چې د سولې خبرې باید داسې پر مخ ولاړې شي، چې د تاوان پر ځای ګټه وکوي.
ښاغلي متوکل ازادۍ راډیو ته وویل چې : « د سولې خبرې یوازې هغه وخت هیله منې کیدی شي چې؛ د طالبانو استازي په کې وي او زیاتوي: « که چیرې کوم وخت د سولې خبرې په جدي ډول پیلیږي؛ نو حاشیوي خبرې ورته ګټې نه بلکې زیان رسوي؛ ځکه طالبان به داسې انګیري چې دولت د دوی پر ویشلو ټینګارکوي.»
همدرانګه د سولې عالي شورا اعلامیې په متحده عرب اماراتو کې د معتصم اغاجان سره وروستۍ خبرې تائید کړې او اعلان یې وکړ ؛ چې دواړو خواوو د جنګ د پای ته رسولو او د دایمي سولې د ټینګېدولپاره پرلازمو هڅو او د افغانستان په دننه او بهر کې د نورو غونډو پر جوړولو ټینګار کړی.
طالبانو بیا د یوې اعلامیې په خپرولو سره د امریکا او کابل دا ډولې هڅې بې ګټې او غولونکې وبللې او د دوبۍ په دې خبرو اترو کې یې د خپلو استازو ګډون په کلکه رد کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx