ايا له مذهب پرته انسانيت څه معنی لري؟

 کامران ملک

تيره ورځ يو ورور په ټولنيزو رسنيو يوه پوښتنه مطرح کړی وه: چې مذهب يو طرف ته کړئ، په انسانيت کې ښځه په نر څه برتري لري؟

هغه ته د ځواب په توګه او د انسانيت او مذهب د رابطې په هکله تاسې سره څو کرښې شريکول لازم ګڼم.

په انسانيت کې ښځه د استعمال او وحشت يوه اله ده چې د ضرورت پرمهال تری استفاده کيږي. همدا اوس په هغه ځايونو کي ښځې ته د استعمال الي په توګه ليدل کيږي چرته چې مذهب په انساني امورو کې کوم ځای نلري.

د الجزيره انلګليسي تلويزيون يو بحث تاسې سره شريکوم، خبره پدې څرخیدله چې اوس په امریکا کې ځینې فعالان دیته کوشش کوی چې ګروپي ودونو Group Marriages ته مشروعیت ورکړي.

یعني دوه یا دري سړي د دوه یا دري ښځو سره واده وکړي او دا قانوني شي. او دا ټول ګروپ به د یو واده تر چتر لاندې ژوند کوي. یعني په ساده ژبه، د حیواناتو په څیر، څوک چې چاسره جوړ راغی که سړی له سړي سره جور راغی او که ښځه له ښځې سره.

ارقامو دا ښودله چې تیرو لسو کلونو کې د ګروپي ودونو لپاره د خلکو په مثبتې رایې کې د ۵٪ نه تر ۱۶٪ لوړوالی راغلی.
اوس تاسې وايئ چې انسانیت کومې لور ته روان دی؟

د رسول الله ﷺ د راتللو نه مخکي هم همدا حالت و د هر نارينه به چې چرته ښځه خوښه شوه نو تري به يي استفاده کوله، خو د اسلام له برکته د نکاح له لاری د ښځې حقوق محفوظ شول اوس د هر نارينه ښځه معلومه وي او اولاد يي هم، اسلام د
انسانيت د بقا لپاره د نکاح حلال سيستم معرفي کړ.

په اورپا کې خو اوس هم ډيری خلک شته چې اصل او نسب يې ندي معلوم

د اسلام نه مخکي به خلکو خپلي لوڼی ژوندۍ خښولي او اوس هم په اروپا او هند کې چرته چې مذهب نشته د انجونو وژني په لوړه کچه کيږي، دی عمل ته child abortion يا سقط جنين وايي په کوم کې چې د مور په نس کې ماشوم وژل کيږي.

او د يادونې وړ ده چې د اسلام د مبارک دين څخه دمخه په عربو کې هم د انجونو وژل عام ول عربانو به خپلو لوڼې په ژوندۍ بڼه خښولې اما کله چې د اسلام مبارک دين راغو نو د عربو ترڅنګ ټولې نړۍ ته يې وړانګې خورې شوی او ښځې ته يي د مور، خور او لور معزز او لوړ مقامونه ورکړل. او ټول هغه جاهلي رسمونه چې په عربي ټولنه کې موجود ول بد او حرام وګڼل شول. د انسانيت ستر لارښود محمد ﷺ د مور د مقام په هکله وفرمايل: جنت د مور د قدمونو لاندې دی. ددی ترڅنګ محمد ﷺ وفرمايل: چاچې د خپلو لورګانو صحيح پالنه او روزنه وکړه نو هغه به جنت ته زي.

وايي چې يوه ورځ حضرت ته يو سړی راغو او ورته ويي ويل چې زه غواړم خپل ميرمن ته مې طلاق ورکړم، هغه ورنه د دليل پوښتنه وکړه خو ياد شخص سره کوم معقول دليل نه و، نو عمر رضي الله عنه ورته وفرمايل: ايا دی ښځې ستا لپاره خپل ټول بدن خراب نکړ، ستا لپاره يې ۹ مياشتې ماشوم په ګيډه ونه زغمه؟ بيا يي ياد شخص ته وويل ته د ښځې په هکله دی له الله ﷻ څخه وويريږه.

دا هغه مقام دی چې اسلام ښځې ته ورکړی. نو اوس تاسې ووايي که موږ مذهب او دين له خپل ژوندانه وباسو نو ايا موږ به زيان نه وي کړی!؟

حضرت عمر رض فرمايي: “الله ﷻ تاسې ته د اسلام په واسطه عزت عزت درکړ که تاسې د اسلام پرته په بل څه کې عزت ګورئ الله به تاسې ذليله کړي”

په پاي کې ويلاۍ شو چې زموږ ښکلې دين هيڅکله انسان د تمدن نه لري کول نه غواړي بلکه غواړي چې مسلمان هم متدين او هم متمدنه وي، تمدن پرته له دين بي فايدي دی.

الله ﷻ اسلام تنها د مسلمانانو لپاره نه بلکه د ټول انسانيت لپاره د رحمت په توګه ليږلی ترڅو انسانيت د تيارو نه د اسلام روښنايي لورب ته وباسي او انسان ته د سياست، اقتصاد، قضاء، کورني او فردي او د ژوند ټولو برخو کې يو منظم نظام ورمعرفي کړي.

د انسانيت لپاره مذهب او دين دومره مهم دي لکه څومره چې د انسان لپاره روح او جسم، که لدې دواړو څخه يو هم نه وي نو انسان به په ګړنګونو سر او تری به حيوان جوړ شي.

نو موږ بايد هيڅکله ددي هڅه ونکړو چې مذهب له خپل ژوند نه وباسو که نه بی مذهبه او دينه انسان د حيوانيت او افراطيت لوري ته زي!



2 تبصرې

  1. I have seen the picture of Amir Habibullah khan with 14 wives, He was the king of %99 Muslim country, are 14 wives allowed??/

  2. I can discuss it in English but we talk to Afghanian not American
    ام اچ ای ګله ښه چاری !
    استعماری ایرمیان د خپلو بادارانو د خوشالولو ( چه له امله یی کمیشن او مقام پورته کیږی ) د پاره د اسلامیت او افغانیت ضد ګډی وډی او هغه هم په اتګلیسی ژبه کی لیکی چه له بادارانو کریدت واخلی . دا چه داسلام خلاف څه لیکی داسلامیت ضد او دا چه د افغانانو به ملی ژبو ( فارسی او پشتو ) کی یی نه لیکی د افغانیت خلاف عمل کوی.
    تاسی د امبر حبیب الله خان عیاش پاچا ۱۴ میرمنی یادی کړی ، لمړی شاهان هم ستاسی د ایزمیانو به شان کله د اسلام په اصولو پابند وو ، که وی پاچا به نه وی اسلام کی پاچاهی نشته مګر دا چه په نکاح یی اخستی ستا د بادارانو له حیوانی ژوند خو اوس هم ښه والی لری کوم چه د پورتنی لیکنی ورته اشاره کړی .
    زه به یی ستا د یو بل بادار بیل کلننټن یو مثال چه د څو مړوښو او نجونو سره یی د هیلری کلنټن په شتون کی تر اخری کچی جنسی اړیکی لرلی بلاخره هر څه یی په ډاګه شول نزدی وو چه ایمپیچ شی ، خبلی خبری لنډوم له میرمنی هیلری کلینټن کوم ژورنالیست د بیل کلینټن ددی نا مشروع اړیکو په اړه پوښتنه وکړه چه میړه دی ستاسی په موچودیت کی د نورو میرمنو سره اخته دی ، هغی ورته ځواب ورکړو چه مونږ هر یو په شخصی اموراتو کی خپلواکی لرو ، یعنی که هغه ګرځی زه هم ګرځم . دا چه د څو نارینه وو سره به هغه یوځای شوی له هغی باید پوشتنه وشی .
    په ښکاره خو بیل کلینټ او هیلری کلینتن یو میړه او یوه میرمن وو ، مګر هر یو د نورو سره حیوانی شهوانی اړیکی لرلی تر دی چه ویدو ګانی یی بندی شوی که نه تر اخری بی حیایی ته خبره رسیدلی وه و ډیک چینی لور د بلی جینی سره واده کړی وو یعنی لیزبن وه ، اوباما میرمن خلک وایی چه د ښځینه کیدو عملیات کړی او هغه دوه لوڼه یی له نورو ساتلی وی ، د ټرمپ له احواله که خبر شی حتی پلار یی د فاحشه خانو بزنسونه درلودل او دی هم دغه کار تر سره کوی میرمن یی له فاحشی خانی انتخاب کړی او او ….
    تر دی حالاتو که حبیب الله د اسلام د اصولو مخالف کار هم کړی وو ځکه اسلام کی تر څلورو ښځو زیات نکاح چواز نه لری او هغه ستاسی په وینا ۱۴ کړی وی . مګر په نکاح یی کړی وی د نورو سره شریکی نه وی که اسلامیت یی پوره نه وو ترسره کړی افغانیت خو یی ترسره کړی وو . په امریکا او اروبا کی ۹۹ میرمنی حتی نه پوهیږی چه د بچیانو بلرونه یی څوک دی کله چه ډیره اړه شی د ډی ان ای په واسطه یی معلوموی . په شرقی ټولنو کی د ایزمیانو هم دغه حال دی د میندو او خویندو توپیر د میرمنو سره نه شی کولای
    اسلام نه یواځی یو دین نه بلکه یو نظام دی ، چه انسانیت له حیوانیت ژغوری ، انسان د انسانی کرامت لوړی کچی ته رسوی اشرف المخلوقات ( خلیفه ) تری جوړوی ، مګر دا همدغه د ام اچ ای او د هغه د بادارانو به شان انسانان دی چه له ځانه اسفل سافلین جوړوی . دا زما خبره نه د الله ج خبره ده په قران کی التین مبارکه سوره کی ذکر شوی . مننه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.