بادغيس : طالبانو ۸ سرتيري ژوندي نيولي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴ چنګاښ، ۱۳۹۶): د بادغيس ولايت په آب کمري ولسوالۍ کې طالبانو د دولتي سرتيرو پر پوسته بريد کړی چې په پايله کې يې ۸ تنه پوليس د طالبانو لاس ته ژوندي لوېدلي.

د بادغیس والي محمد انور اسحاقزی او د نوموړي وياند د پېښي پخلی کوي او زياتوي چې طالب وسله والو ياد اته تنه پوليس د يوې معاملې په ترڅ کې ترې تم کړي.

بريد چې تېره شپه شاوخوا يوه نيمه بجه رامنځته شوی مسؤليت يې طالبانو منلی.

طالبان وايي دا بريد يې د ځانګړي تکتيک له مخي کړی.

د والي وياند ظاهر بهاند وايي: طالبانو د پوستې ټول مهمات له ځان سره وړي دي او موږ اوس مهال له يادو پولیسو سره هيڅ ارتباط نلرو.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د