
ترکیې په خپل هېواد کې د طالبانو د دفتر شتون رد کړ
نن ټکی آسیا: د ترکیې هېواد چارواکو د یوې پاکستانۍ رسنۍ هغه راپور رد کړ، چې ویلي یې وو، طالبانو د ترکیې حکومت په ملتیا په ترکیه کې دفتر پرانیستی.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت له لورې په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د دوی په هېواد کې د طالبانو د دفتر د جوړیدا خبر بې بنسټه دی.
یوې پاکستانۍ رسنۍ د روانې میاشتې په لومړیو کې د افغانستان،پاکستان او ترکیې د درې اړخیزې غونډې وروسته داسې راپور ورکړ ی و،چې ګواکې درې واړه لوري دا ځل په ترکیه کې طالبانو ته د سیاسي دفتر پر جوړولو سلا شوي دي.
خو ترکي مقاماتو یاد راپور په کلکه رد کړی.
د یادونې وړ ده ، چې طالبانو تر دې دمه په ترکیه هېواد کې د خپل سیاسي دفتر د پرانستلو د موضوع په باب رسمي نظر نه دی ښودلی.