نړۍ

د سعودي باچا ټرمپ ته د موصل پر ازادي مبارکي ورکړه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴ چنګاښ، ۱۳۹۶): تېره ورځ د امریکا ولسمشر ټرمپ او د سعودي باچا ملک سلمان یو له بل سره پر تلیفون خبرې کړي دي.

د سپيني ماڼۍ له لوري په خپرې شوي خبرپاڼې کې ویل شوي چې دواړو مشرانو د قطر سره پر اړیکو او اختلاف خبري وکړې او همداسي يې په ریاض کې پر شویو توافقاتو ټینګار وکړ چې باید عملي شي.
ټرمپ ملک سلمان ته ټینګار کړی چې باید د تروریزم د تمویل مخنیوی وشي او سخت دریځۍ سره په کلکه مبارزه وشي.

له بله اړخه ملک سلمان ټرمپ ته مبارکې ورکړې چې په عراق کې يې د موصل ښار د داعش له ولکې ازاد کړ.

باید وویل شي چې تېره اونۍ د عراق ولسمشر حیدرالعبادي اعلان وکړ چې موصل ښار یې د داعش له ولکې ازاد کړی دی. د موصل په جګړه کې پر ځمکه د امریکا په ملاتړ عراقي ځواکونو او شیعه ملیشو ګډون درلود خو د هوا له لاري عراقي ځواکونو او د امریکا په مشري ایتلافي ځواکونو بمبارۍ کولې، چې له امله یې په نهه میاشتنۍ جګړه کې په زرګونو ملکي وګړي مړه او ژوبل شوي دي او د موصل ښار اکثره ودانۍ تخریب شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x