افغانستان

کندز کې امریکایانو د نجونو ښوونځی بمبار کړ

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴ چنګاښ، ۱۳۹۶): نن سهار وختي امریکايي الوتکو د کندز ولایت مرکز اړوند سیمه کې د نجونو یو ښوونځی بمبار کړی او ودانۍ يې ویجاړه کړې.

د کندز ولایت د ښوونې او روزنې رئیس جنت ګل ناصري وايي چې د خواجه مشهد ښوونځي یو تن چپړاسي هم په بمبار کې ټپي شوی دی.

تر اوسه پخپله امریکايي ځواکونو د پيښې په اړه خوله چوپه نیولې، خو په کندز کې دولتي چارواکو وار له مخه ویلي چې امریکایانو ښوونځی قصدا نه دی بمبار کړی او په تېروتنې ترې بمبار شوی.

دا چې د دغې «تېروتنې» نوعیت څه ډول دی، په شمال کې د ۸۰۸ سپین زر زون ویاند محفوظ الله اکبري یې په ځواب کې دا دلیل وايي:

«ایتلافي ځواکونو غوښتل چې د (خواجه غلتان) سیمه بمبار کړي، خو په غلطۍ کې ترې د (خواجه مشهد) ښوونځی بمبار شوی».

نوموړی په پیښه کې د یوتن ټپي کیدل مني او د ودانۍ د تخریب په اړه وايي چې «یو څه» زیانمنه شوې ده. هېره دې نه وي چې پخپله امریکایي ځواکونو د پيښې په تړاو څه نه دي ویلي.

ښاغلي اکبري زیاته کړې چې «په دې اړه پلټنې روانې دي» خو دا یې نه ده څرګنده کړې چې له چا څخه او څرنګه پلټنې؟

له بلې خوا په یوې بلې جلا پیښه کې امریکايي الوتکو او دولتي چورلکو د کندز ښار د ارتیلاقیو او دوبلوله سیمو کې هم د عامو خلکو کورونه بمبار کړي، چې تر دې دمه د تلفاتو دقیق ارقام نه دي ترګوتو شوي.

باید وویل شي چې تېره ورځ هم امریکايي ځواکونو په روزګان ولایت کې پر عامو خلكو چاپه وهلې او ډزې کړې وې، ۶ تنه یې وژلي او ۱۷ نور ټپیان کړي و.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د کندز په بمبار شويو سیمو کې هیڅ ډول نظامي تحرکاتو شتون نه درلود او نه هم د دوی کسان په دغه سیمه کې اوسیدل. نوموړي په یوې مطبوعاتي اعلامیه کې څرګنده کړې:

«دا ډول بمبارونه د وحشي اشغالګرو عسکرو او دهغو په لاس د روزل شوو غلامانو اصلي هویت په ډاګه کوي چې د ملکي تأسیساتو، کلیو او عامودکورونو کورونه په وړاندې په څومره بې پروايۍ سره عمل کوي او بیا هيڅ یو ارګان او نهاد هم د یرغلګرو په دغه جنایت باندې ښکاره نیوکه نه کوي».

د یادونې وړ ده چې د ګډ حکومت مشرانو له امریکا سره د امنیتي تړون د لاسلیک پر مهال عامو افغانانو ته هیله ورکړې وه چې له دې وروسته به امریکايي ځواکونو په بمباریو، چاپو، عملیاتو کې ونډه نه اخلي او دولتي عسکرو ته به مشورې ورکوي، خو دوه نیمو کلونو په تېرېدو لا هم د امریکايي ځواکونو په چلند کې توپير نه دی راغلی.

که څه هم د ولسي تلفاتو په پيښو کې دولت معمولا یو څیړنیز کمیسون ټاکي، خو پخوانیو ورته پیښو ته په پام سره تمه نه کیږي چې د امریکايي ځواکونو په بمبار کې د ولسي افغانانو په وژل کیدو غبرګون وښيي.

د ۲۰۱۵ کال په اکتوبر میاشت کې امريکايي جنګي الوتکو په کندز کې د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون بمبار وکړ، چې له اتياوو زيات کسان یې ووژل او ګڼ نور ټپیان کړل. هغه مهال ولسمشر غني د پېښې د څیړلو په موخه «د باصلاحیته تحقیقاتي پلاوي» د ګومارلو خبر ورکړی و، چې تر اوسه یې د څیړنو پایلې نه دي په ډاګه شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x