شعـــــرونه

غزل – سیداحسان الله الهام

دا غزل په اسوېليو جوړومه
هر  يوبيت يې په سلګيو جوړومه

ستا دسترګو په نظر پر هر زړګى مي
په تعويذ او سپلنيو جوړومه

كه دهجر له زندان څخه را ستون شوې
درته هار به  له غوټيو جوړومه

بس چي تارا سره وستايي په مينه
يو محفل به په  سړيوجوړومه

توفيق غواړمه  له خدايه  زندګي مي
په اخلاص او په نيكيو جوړومه

دغازيانوپه مټ كور دخپلواكيو
دپردوله ككريو جوړومه

دومره هم نفس  ته مات  نه يم الهامه
چي به نظم په بنګړ يو جوړومه  

2014/02/23

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x