سوله سوله/ نعمت الله هلمندي

نعمت الله هلمندي

د انقلاب څپې اوږدې شوې ربــــه سوله سوله
ډیری ځوانئ پکې ایرې شوې ربه سوله سوله

ناوی په سره پیغله په شنه جوړه کې کونډه شوله
د زانګو غیږه کې لمبې شوې ربه سوله سوله

د توتکیو اتڼ نشتـــه پاس چــــــــورلکې ګرزی
د چنار څانګې په بم پرې شوې ربه سوله سوله

موږ له سوزنی بیا ترکفنه ســـوله نه ولیده
دا راپسې دچا ښیرې شوې ربه سوله سوله

غواړمه سوله اسلامی نعمت الله هلمنــــــــدی
له تسلیمۍ نه می توبې شوې ربه سوله سوله



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.