نظــر

له درنو لیکوالانو څخه یوه هیله

بخت الرحمن شرافت

د امارت له ټولو درنو لیکوالانو او له امارت سره خواخوږي لرونکو قلم کارانو څخه هیله کوم چي دامارت په مشرانو پسي هغه که اوس فعلا د امارت په چوکاټ کي کوم مسؤلیت لري او که یې نه لري، ژوندي وي او که تر خاوري لاندي وي له څه لیکلو څخه ډډه وکړي.

زما په فکر په اوسني حساس او نازک وخت کي د امارت په مشرانو پسي څه لیکل د هغو نیمګړتیاوي راسر بیرول پرځای ددي چې نظام کې مثت تغیرات راولي نور مشران خپلو نیمګړتیاوو ته متوجه کړي، برعکس به منفي اثرات پریږدي، عام مجاهدین او د اسلامي امارت خواخوږي به نور هم شکمن کړي، نظام کي به دملګرو ترمنځ بي باوري ته لاره هواره کړي.

زه له ټولو لیکوالانو دقلم له خاوندانو، دفکر او نظر له څښتنانو څخه عاجزانه هیله لرم چې کله مو هم قلم ګوتو کي ونیوی او کاغز مو وړاندي درته کیښود دغه وخت کې یواځي او یواځي الله حاضر او ناظر وګڼۍ، دهیواد ملي او اسلامي ګټي په نظرکي ونیسي حالاتو ته ځیرشۍ، شخصي عقدې، ملګرتیا او انډیوالي یوې خواته کیږدۍ هغه څه ولیکۍ کوم چې دصف دیوالي او پرمشرانو باندي د کشرانو دباور او اعتماد روحیه نوره ژوندۍ کړي.

باور وکړۍ الله پاک په ډيرو غورو مشرانو نازولي یو، په اوسني عصرکي زمونږ دمشرانو په څیر رښتني، صادق او امامنتداره مشران موندل ناشونی کاردئ، نسته دنړۍ په هیڅ کونج او کنار کي به یې راته څوک مثال ونه مومي، زمونږ ټولو مشرانو ددغه نظام لپاره بي ساري قربانۍ ورکړي، ټولو قائدینو مو دشخصي او کورني ژوند په مقابل کي نظام ته ترجیح ورکړې، کورنی ژوند یې خراب کړی خو دنظام دخوندي ساتلو کوښښ یې کړی دنظام او امارت دیوالي او متحد ساتلو لپاره یې ځان او کورنۍ دبلا په خوله کي ورکړې.

درته حقیقت وایم زه د امارت له ډیرو مشرانو سره پیژنم او ورسره نژدې پاته شوی وم، په والله هریومي له بل څخه زیات مخلص او صادق موندلی، دهریوه همت، عزم او اراده راته دغره په څیر مالومه شوې، دهریوه د جهد، فدا کارۍ، عزم او دیني غیرت په مقابل کي راته خپله اراده او همت دسمندر په مقابل کي د اوبو د یوه څاڅکي په ډول ښکاره شوې، نو راځۍ د مشرانو قدر وکړو، ترڅو الله زمونږ قدر وکړي، مشرانو ته درنښت ورکړو ترڅو درنښت مو په برخه شي.

ځیني ملګري استدلال کوي چې پلانی مي خپله لیکنه کي ددي لپاره ټکولی ترڅو د امارت د زعیم دفاع وکړم او دامارت په چوکاټ کې دنیمګړتیاوو پړه دامیر پرځاي پر اشخاصو ور واړوم او امیر غیر مسؤل وښیم.

آی دامارت خواخوږې لکیواله، آی دامارت پاک زړې قلم کاره کوم امیر ښیې دکوم امیر د برائت په پار اشخاص ټکوي ترڅو دنیمګړتیاوو پیټی یې له اوږو لري کړې.

آیا امیرالمؤمنین ملا محمد (مجاهد) یادوې، هغه امیر چې ختیځ او لویدیځ، عرب او عجم يې په غیرت او همت، ایثار او فداکاري باندي مثالونه وایې، هغه امیر چې دهغه خپل دښمن یې په امانتدارۍ، استقلال او وفادارۍ باندي اعتراف کوي، هغه امیر چې دهمت چیغي یې تر اسمانه رسیږي، هغه قائد چې ددنیا هرڅه یې دهیواد د استقلال او اعلاء کلمة الله لپاره قربان کړو ، دټولي نړۍ په کچه یو اشارې شپږ میليارډه (۱.۶) مسلمانوکی یواځیني کس یادوي چې د دوه اشارې دوه (۲.۲) میلیارډه عیسویانو غرور یې چلنج کړ، کوریې ړنګ کړ، بادشاهي یې پريښوده بچیانوته یې شا کړه دیارلس کاله یې د زمري په څیر دغرونو او دښتونو ژوند قبول کړ، خو دغیرت او اسلامیت پر نوم راغلی میلمه یې کفاروته تسلیم نه کړ د افغانیت او اسلامیت شمله یې نړۍ کي هسکه کړه دنړۍ متکبر او سرسخت دښمن یې په نارو کړ.

نو زما مخلصه لیکواله خواخوږې عسکره داسي نه وي له قائده سره ډیره مینه درڅخه نور ملګري خوږ کړي، زما او ستا قائد زما اوستا ترقلم او لیکلو ډیر اوچت دئ، دهغه داسي کریکټر وه چې رڼایې تر اسمانه پوري رسیږي، دې ته اړتیا نه لري چې زه اوته یې دلیکنو په مټ کریکټر باندي نوره رڼا خپره کړو، دهغه دنیک او صاف کریکټر رڼا ړانده هم ویني دهغه دامانتدارې ایماني جذبې چیغي اسمان کي ازانګې کوي کاڼه یې اوري او ورباندي اعتراف کوي.

ضرورت نشته چې زه او ته د نظام په سرسري نیمګړتیاوو کې دهغه دنه ښکیلتیا لپاره قلم کش کړو، زمونږ اوستاسو دواړه مشران، مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر ((مجاهد)) او شهید امیر المؤمنین ملا اختر محمد ((منصور)) دواړه اوس زمونږ او ستاسو منځ کي نشته دواړه له دې پاني دنیا څخه کوچیدلي دي، که مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر ((مجاهد)) دبي کورۍ،فردیسي ، رنځ او ناروغۍ په حال کي له دې دنیا څخه کوچیدلی، شهید امیر المؤمنین ملا اختر محمد ((منصور)) هم دمسافرۍ، هجرت او خوارۍ به حال کي په اور سوځیدلی، ددین او هیواد د استقلال په مینه یې ځان د پتنګ په څیر لمبو کي اچولی، زما دشهید امیر المؤمنین سوی بدن چې ټوټې یې دنوشکي په دښتو کې بلوڅانو په څادر کي راټولولې ترقیامته پوري به د استقلال، فداکارۍ، امانتداري او غیرت چیغي وهي.

شهید امیرالمؤمنین، د پرمخ تللې نړۍ، دبۍ، اسلام اباد ، کابل او کراچۍ مستریح او ارام ژوند قبول نکړ، خلګو په ورته ډير پیغامونه لیږلي وي، دنړۍ شیطاني قوتونو چې نن یې دنیا ټوله ترسینه لاندي کړې ده، شهید امیرالمومنین ته هم د ډيرڅه وړاندیز کړی وي خو شهید امیرالمؤمنین داهرڅه دالله ددین لپاره قربان کړو، دچوټو او بارمچې ژوند یې قبول کړ، دمارانو او لړمانو ګاونډ کي یې واړول دښارونو او بازارونو ژوند یې ترک کړ، ستړیاوو او خواریو ته یې مخه کړه، خو ددښمن په مقابل کي یې یو انچ هم تنزل ونکړ.

زما شهیده قائده دې نړۍ کي ټول درباندي شاهدان دي چې د داسلام دسپیڅلي دین او دهیواد د استقلال او ازادۍ لپاره دي هرڅه قربان کړو، خو ستا سوځیدلی بدن به اخیرت کي هم دالله په حضور کي ستا پر استقلال او د اسلام په لاره کي رښتنې فداکاري باندي شاهدي ورکوي.

د مرحوم امیرالمؤمنین له لوري ورته سپارل شوی امانت یې په پوره صداقت میړانه سره تر دغه ځایه پوري راورساوو ترڅو چې ورباندي یې بدن ټوټې ټوټې کړ، وسوځیدئ ایره سو خو تر اخیره پوري امین، صادق او رښتنی پاته سوو.

شهید امیرالمؤمنین نه یواځي داچې ورته سپارل شوی امانت یې ښه خوندي کړ، ښه سرپرستي یې وکړه بلکي کله چې نوموړي له دي پاني دنیا څخه د ټوټوغوښو په شکل رخصتیږي امانت یې خپلو پاته ملګرو ته په داسي حال کي پریښود چې ترپخوا لا نورهم قوي منظم او پیاوړی وه، نور یې هم دښمن ترسختو ضربو او کاري وارونو لاندي راوستلی وه.

دامارت مجاهده لیکواله اوس به درته څرګنده شوي وي چې زما او ستا کوچیدلي امیران دې ته ضرورت نه لري چې مونږ یې په لیکنوباندي دفاع وکړو، او امارت کي شته نیمګړتیاوي ددوي له اوږو څخه لري کړو، او په دې بهانه چې د امیر دفاع مي کوله نور ملګري وټکوو.

فکرکوم د امارت د کوم ملګري ټکول او یا دهغو عیبونه راڅرګندول عینا دنظام ټکول دي او دنظال عیبونه راسربیره کول دي، راځي پرځاي ددي چې د ملګرو ۱۰٪ سلنه نیمګړتیاوي را وسپیړو دهغو ۹۰٪ سلنه ښیګڼو باندي رڼا واچوو، دمشرانو او کشرانو ترمنځ نوره د باور او اعتماد فضا رامنځ ته کړو، دمشرانو ترمنځ مو دلانوري هم اهنګۍ او یو والي دعاوي وکړو.

راځي دمشرانو قدر مو وکړو، نا چیزو او کمو نیمګړتیاوو باندي یې سترګي پټي کړو ډیرو مثبتوکړنوته یې متوجه سو، دبل ملګري په حق کي څه ویلو یا لیکلو څخه وړاندي خپل ګریوان ته سر ټیټ کړو.
داسي دعا وکړو:

۱: یا الله راته علم راکړې ترڅو راته جوته شي چې صف کې شته نیمګړتیاوو کي زما څومره برخه ده

۲: یا الله صف کي دننه نیمګړتیاوو کې چې زما څومره برخه ده دهغې د اصلاح او لري کولو توفق راکړي.

لویه ربه څه ناڅه نیمګړتیاوي چې دنورو لخوا رامنځ ته کیږي هغو باندي راته دصبر او حوصلي همت راپه برخه کړه.

امین

والســـلام

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x