د روغتيا نړيوال سازمان: ښايي روان کال د حج په مراسمو کې کولرا ناروغي خپره شي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴ چنګاښ، ۱۳۹۶): د روغتيا نړيوال سازمان يا (ډبليو ايچ او) د حج په را روانو مراسمو کې د کولرا ناروغي د خپرېدو خبرداری ورکړی دی.

ډبليو ايچ او داسي مهال د کولرا د خپرېدو اعلان کوي چې د حج را روانو مراسمو ته کابو دوې مياشتي موده پاتي ده.

د روغتيا نړيوال سازمان په سعودي کې د کولرا د خپرېدو اعلان له دې امله کوي چې د دې هيواد په ګاونډ کې پروت د يمن هيواد نژدې ۳ لکه انسانان په کولرا مرض اخته دي ، د دوی په وينا ښايي سعودې ته دا مرض له يمن هيواده نقل شي.

د سعودي حکومت وايي : دوی د ياد مرض د مخنيوي اړوند پوره چمتووالی لري.

د يادوني ده چې وړاندي کلونه هم سعودي ته راتلونکي حاجيان د دې هيواد په هوايي ميدانونو کې د ساري ناروغيو د مخينوي په غرض واکسين کېدل.

کولرا ناروغي:

کولرا چې وبايي ناروغي هم ورته ويل کيږي د ويبريو کلرا (Vibrio cholerae) د باکټرياګانو له امله چې زيات وخت له ناپاکو خوړو او ناپاک څښاک سره شامل وي رامنځته کيږي.

د دې ناروغۍ نښي د انسان په وجود کې ۱-۵ ورځو پاته کيږي ، ناروغ ته ناڅاپي سخت اسهال او قی پېښيږي چې پر وخت د نه تداوۍ په صورت کې د انسان د بدن اوبه زياتي کميږي او ښايي په ۲۴ ساعتونو کې د مرګ مېلمه شي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د