امریکایان څه غواري!

یاسر افغان

نن سهار امریکایي تیریګرو یوځل بیا دکندز په مرکز کې بیرحمانه بمبارې وکړې امریکایي اشغالګرو دکندز مرکز اړوند دنجونو یو مکتب په نښه کړ چې یاد مکتب یي له خاورو سره برابر کړ اوعینی شاهدانو ویلې چې یو شمیر ملکۍ وګړو ته هم درنده مرګ ژوبله اوښتي ده چې لاتر اوسه یی کره شمیر نده په ډاګه شوی.

همداراز تیره ورځ دروزګان ولایت کې هم دامریکایانو له لورې ورته بمبارې ترسره شوی چې دکره اومؤثقو سرچینو دمعلوماتو له مخې له ۳۰ نه زیات هیوادوال شهیدان اوژوبل شول

اوس په مظلمو هیوادوالو بمبارې اویا دهغوی وژل عادې ګرځیدلې هر اشغالګر او دهغوی ملاتړ یي ښه په نره توره وژني خو دپرسان اوپوښتني یي نه څوک شته اونه څوک داجرئت کولې شي چې داولې؟ دا چا وواژه ؟ په کوم جرم یي وواژه؟ .

امریکایان څه غواړي؟ دامریکایانو هدف څه ده؟ .

امریکایان غواړي چې په افغانستان کې جګړه دوام پیدا کړي اوافغانان په یوه ټغر سره راټول نشي اودوینو په سیلاب کې غوټي ووهي.

امریکایان غواړي ، چې دافغانانو په منځ کې قومي ،مذهبي، نفاق ته لمن ووهئ ترڅو افغانان پخپلو منځې جګړو کې سره اخته شي.

امریکایان غواړي چې نه ګوډاګې حکومت دومره کمزورې چې ولایتونه له لاسه ورکړئ اونه هم طالبان دومره برلاسې شي چې دولایت دمرکزونو کڼټرول په لاس کې واخلي.

کله چې طالبان لوې سمي یاکوم ولایت ولکه کړئ سمدلاسه امریکایي جیټ B52 دو ډرون طیارې داسي بیرحمانه بمبار ترسره کړي چې زیاته ځانې اومالې مرګ ژوبله یي ملکیانو ته رسیږي.

له همدې وجی طالبان مجبوره شي له سیمي شاتګ کوی ترڅو ملکیانو ته مرګ ژوبله وانه وړې.

امریکایان غواړي چې ترڅو په افغانستان کې تعلیمي کچه لوړه نشي په یوه بهانه بله بهانه کلینکونه، ښونځي، مدارس ،مساجد، ترهدف لاندې نسي اوبمباروې .

چې ښي بیلګې دکندز ننې پیښه ده اودې ورته ډیری پیښی ثبت شوی.

هیوادوالو !

امریکایي اشغالګر دلته ډیری ګټي ګورې دخپلو ګټو پخاطر دجګړې دوام ته ادامه ورکوې راځې په یوخوله ، په یوه غږ، یوه چغه اشغالګر له ګران وطن وشړو اوګران وطن داشغالګرو له اشغال نه وژغوو.

اومفسدین اوخائنان دعدالت میز ته راکش کړو اوګران هیواد به مو دعدالت ، اسلامي نظام، خپلواکۍ ازادې، کوربه شي.



یادونه: په نن ټکی اسیا کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه

یوه تبصره

  1. عبدالواحد اڅګزۍ

    محترمو موږباید غوروکړو چه امریکایان اواشغال ګرڅنګه اوپه څه خاطرزموږوطن اشغال کۍ الله ولی زموږمرسته نکوی اوزموږاربکیان چابیوجدانه اومهتادکړی دی،آیاموږآینده داربکیانودتولید مخه نیولای سو ،آیاموږ په آینده کی بی وجدانه وطن فروشان له منځه وړلای سو آیا زموږ په اسلامی تعلیم کی دقرآن کریم داحکامو مخالفت سته ،داټول زموږدجامعی دپیسه پرستانو دالله داحکامو دمخالفت نتجه ده ،موږدتاریاکو کرل چه هیرویین ځنی تولیدیږی اواربکیان ځیږوی جایز بو لو دغریبانو حقونه خوړل جایز بولو،نوموږدالله ترقهرلاندی یو،که موږدالله رضایت حاصل نکړو داظلم به چالووی.په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.