نظــر

د سولې شورا په لوی لاس سوله قتلوي

دا څو ورځې دافغانستان په سیاست بازار کې  د مختلفو اړخونو ترمابین دوه اړخیز چلند یوځل بیا حساس شوی دی ، هره ورځ  نوې خبره  اوریدل کیږي ، تصمیمونه نیول کیږي او غبرګونونه څرګندیږي .

له  څه باندې یوې اونۍ راهیسې دافغانستان  دسولې شورا  وایي چې په دوبۍ کې یې له طالبانو سره  خبرې پیل کړي دي ، په دې لړ کې په دوبۍ کې ناست ددطالبانو یوه مخلوع  چارواکي معتصم اغاجان هم یوه اعلامیه نشر کړه ، د سولې له شورا سره دخبرو تصدیق یي وکړ  او ویې ویل چې نوموړی حاضر دی دټولو جنګیدونکو طالبانو په استازیتوب له  دولت سره  دسولې مذاکرات وکړي .

دې خبرې ته  کورنیو او بهرنیو مطبوعات  خورا پراخ انعکاس ورکړ ، بیلابیل راپورونه  او تبصرې یې ورباندې خپرې کړې ، په پیل کې داسې انګیرل کیدله ، چې دا به رښتیا دملامحمدعمر په مشرۍ دطالبانو له واقعي استازو سره  دسولې خبرې وي ، خو وروسته  څرګنده شوه ، چې دغه خبرې  له واقعي طالبانو سره نه دي ، بلکې یوازې داغاجان معتصم په مشرۍ له  هغه تش په نامه طالبانو سره دي ، چې د سولې له شورا سره له ډير پخوا رابطه لري ، له طالبانو څخه بیل شوي دي ، او له څه وخته راهیسې یې په دوبۍ کې دسولې  جعلې جریان پيل کړی دی .

په داسې حال چې ټولو افغانانو ته  د دوبۍ د پروسې جعلیت واضح وو ، دسولې شورا په تعجب آوره توګه  خپل پلاوی  دوبۍ ته واستاوو ، ترڅو دمذاکراتو دغه  بې بنیاده پروسه پرمخ یوسي ، لویدیځو رسنیو دغو راپورونو  ته داسې انعکاس ورکړ، لکه رښتیا چې کوم لوی بدلون راغلی وي ، رسنیو درګرده داغاجان معتصم  سره دمذاکراتو په اړه راپورونه خپرول ، زیاتره  ناخبره هیوادوال خوشاله وو چې رښتیا  د سولې واقعي جریان پیل شوی دی ، مګر حقیقت داوو ، چې دسولې  شورا یوځل بیا په لوی لاس د واقعي سولې امید قتل کاوو ، ځکه  له نامسؤلو طالبانو سره دمذاکراتو  او بې اساسه تبلیغاتي مانورو په ترسره کولو یې  واقعي جنګیدونکو  طالبانو ته  د متقابل غبرګون  لپاره  مبرر په لاس ورکاوو  .

دا دسیاست مزاج دی ، کله چې مقابل لوری تاته  اعتناء نه کوي ، او یا درسره د دیپلوماسۍ په میز دوه مخي کوي ، نو ته مجبوریږې  چې  خپل په لاس کې قطعې وکاروې  ، ځان ورباندې ومنې  او بالمقابل ځواب ورکړې .

د دوبۍ پروسه دسولې شورا او امریکایانو لخوا یوازې  په  دې خاطر پیل شوې وه ، ترڅو داغاجان معتصم په مطرح کولو  او تبلیغاتي اوازو سره دملامحمدعمر په مشرۍ  واقعي جنګیدونکي طالبان ترفشار لاندې ونیسي  او یوه نوع ګوشمالي ورکړي ، خو دې کار دسولې په لیاره  کې ځکه دګټې په ځای تاوان وکړ ، چې طالبان یې متقابل غبرګون ته وهڅول  او د افغان دولت دسولې دارادې په اړه یې دطالبانو شکوک  نور هم زیات کړل .

د دوبۍ  د منځتشو مذاکراتو وروسته  طالبانو  په عکس العمل کې دوه دپام وړ  غبرګونونه وښودل ، له یوې خوا یې له امریکایانو سره  هغه  پیل شوي مذاکرات ودرول ، چې له څه مودې راهیسې دبندیانو دتبادلې په اړه روان وو ،  دملامحمد عمر په مشرۍ طالبانو په دې اقدام سره امریکایانو ته وښودله  چې  امریکایي مطبوعات که هرڅومره اغاجان معتصم مطرح کړي ، بیا هم په عملي ډګر کې  مزی  دملاعمر په مشرۍ د طالبانو په لاس کې دی  او امریکا به بالاخره له هغوی سره مذاکراتو ته مجبوریږي .

په دې هرڅوک پوهیږي چې دامریکا او طالبانو مذاکرات او د بندیانو تبادله  دافغانستان دسولې په لیاره کې  یوه ممد  او کومکي اقدام وو ، چې د باور فضاء په جوړولو کې یې لوی  نقش درلود ، اوس چې دسولې دشورا او امریکا د وروستیو ناسمو کړنو له امله دغه  مذاکرات سبوتاژ شوي دي ، نو تاوان یې یوازې دافغانستان  سولې ته رسیدلی دی ، او سولې ته ددې  زیان اړولو  مسؤلیت ترهرچا  ډير  امریکایانو او دسولې شورا تهراجع دی ، چې په خپلو پاروونکو او بې هدفه  اقداماتو او تبلیغاتو سره  طالبان  متقابل غبرګون ته هڅوي .

د دوبۍ له جریان وروسته  بله مهمه پیښه په کونړکې دملي اردو په پوستو دطالبانو خونړۍ برید وو ، چې حتی ارګ ته یې ټکان ورکړ ، ویل کیږی چې په دې جګړه کې دافغانستان دملی اردو  تر شلو ډیر مسنوبین وژل شوی او ټپيان شوي دي ، طالبان چې په دې وروستیو کې معمولا په ملي اردو خونړي بریدونه  نه کوي او ډیره توجه یې امریکایانو ته وي ، په دې اقدام سره یې   ارګ میشتو او دسولې شورا ته  وښودله ، چې  که  دولت په طالبانو فشار راوړي او دوه مخي ورسره کوي ، نو طالبان هم بدیلي لارې په واک کې لري  او کولای شي  په عامه اصطلاح  د ناري ټک په کڼي کې ترې واخلي .

لوړ تحلیل ته په پام سره  د سولې شورا  ددوبۍ له  بې هدفه  ډرامې څخه  یوازې دا ګټه ترلاسه کړه ، چې په نتیجه کې یې د طالبانو او  امریکا پټې خبرې په ټپه ودریدلې ، او طالبان   د دولت په  اراده نور هم شکمن او حتی متقابل فزیکي غبرګون ته وهڅیدل ، دا دواړه  نوي انکشافات   د افغانستان دسولې په بهیر کې پرمختګ نه بلکې ښکاره شاتګ بلل کیدلای شي ، هغه شاتګ چې دسولې شورا  دناسمو اقداماتو څخه یې سرچینه اخیستي ، چې په دې توګه  یوځل بیا هغه باور  قوي کیږي چې دسولې شورا  په افغانستان کې دسولې داحیاء لپاره کار نه کوي بلکې غواړي په خپلو ناموجهو اقداماتو دسولې امیدونه قتل کړي .

ددې لپاره چې ځوریدلی افغان اولس  له سولې څخه برخمن شي ،  امریکایان ، افغان دولت او په ځانګړي توګه دسولې شورا باید  دسولې پروسې ته دجوړجاړي دیوې واقعي پروسې په نظر وګوري ، دسولې له پروسې څخه باید درواني او تبلیغاتي جنګ  حربه  جوړه نه کړي ، ځکه چې تاوان یې افغان جګړه ځپلي اولس ته رسیږي ، که دوی دغه پروسه  لا هم  د رواني او تبلیغاتي جنګ  دیوې وسیلې په حیث استعمالوي او کوښښ کوي ، چې دسولې په تبلیغاتو   یوازې طالبانو  ته زیان ورسوي ،  نو یقین دی چې په دا ډول اقداماتو به کله هم سوله رانشي ، بلکې یوازې  به د دواړو خواوو ترمنځ غچ بازۍ  دوام پیداکړي ، او دسولې پروسه به   دنظامي ډګر غوندې  دساړه جنګ  یوه بله جبهه وي چې زیان به یې اولس ته رسیږي .

طالبان او افغان دولت  همدا او س په تبلیغاتي برخه کې په یوه نامتوازن دریځ کې دي ، تبلیغاتي میدان  د افغان دولت په ولکه کې دی چې امریکایې ملاتړ کوي ، کله  چې  د دوبۍ دجریان غوندې دطالبانو د متضرر کولو لپاره تبلیغاتي اوازې پیل کیږي ، او طالبان نه شي کولای چې په مطبوعاتو کې  یي په خپل وخت رد کړي یا ورته مناسب مطبوعاتي ځواب ووایي ، خامخا مجبوريږي  چې په متقابل سیاسی یا پوځي اقدام غور  وکړي ، لکه  په تیرو څو ورځو کې چې ولیدل شول ، زما په باور که د سولې شورا دطالبانو په خلاف همداسې  ساړه جنګ ته ادامه ورکړي په پای کې شاید طالبان دسولې شورا  او منسوبینو ته یې د پوځي هدف په نظر وګوري ، او  د ساړه جنګ تود غچ ترې واخلی ، چې په هغه صورت کې به بیا  دسولې شورا  سر او سرسر دواړه بایللي وي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x