په روزګان او کندوز کې د امریکايي ځواکونو بمبار څه په ډاګه کوي؟

نن ټکی اسیا – سرلیکنه

د جمعې په شپه ګډو ځواکونو د ترينکوټ ښار اړوند د سجاول په سيمه کې شپني عمليات تر سره کړل چې له امله یې ولسي خلګو ته درنه مرګ ژوبله واړوله.

که څه هم چې د روزګان ولایت سیمه ییزو چارواکو د دغه امریکايي جنایت د پټولو او له هغه څخه په دفاع کې رسنیو ته ویلي چې د ګډو ځواکونو په دې عملیاتو کې ۱۸ طالب وسله وال وژل شوي خو د پیښې د قربانیانو ، د سیمې د عیني شاهدانو او د ترینکوټ د ملکي رغتون د ډاکټرانو په حواله په یادو عملیاتو کې یواځې هغه ولسي وګړي مړه او ژبل شوي کوم چې د جګړو له امله یې کلي پري ایښي او په نیږدي ځنګله کې یې ځانته سر پناه جوړه کړې وه چې هلته د امریکايي الوتکو لخوا په نښه او په لسګونو کسان چې میرمنې او ماشومان هم ورکې شامل دي مړه او ژوبل شول.

تر دې بوږنوونکې تراجیدي یوه ورځ وروسته نن سهار امریکايي اشغالګرو د کندوز ښار په څو کیلومتري کې د خواجه مشهد د نجونو ښوونځي په نښه او د سوځوونکو بمونو په لمبو کې وسوځاوه چې د سیمې د اوسیدونکو په خبره ۵۰۰۰ زده کوونکې په یاد ښوونځې کې له زده کړو څخه محرومې کړل شوي.

دلته هم د روزګان ولایت د چارواکو په څیر محلي مسؤلینو د امریکايي ځواکونو د مدافعو ترجمانانو په حیث وویل چې هغوی غوښتل د کندوز ښار په څنډه کې د خواجه غلطان ښونځی بمبار کړي خو په تیروتنې سره یې د خواجه مشهد ښوونځی بمبار او تخریب کړ چې له امله یې د ښوونځي د ساتونکي په شمول دری تنه ولسی کسان ژوبل شوی او له تاجکستان هیواد څخه کابل ته د وارداتي بریښنا څو پايي (ستنې) هم نړول شوي دي.

د هیښتیا وړ خبره دا ده چې هم په روزګان او هم په کندوز کې د امریکايي ځواکونو یاد بریدونه د داخلي ځواکونو په لارښوونه تر سره شوي ، ځکه له رسنیو سره د دوی له څرګندونو څخه دا څرګندیږي ، خو اوس پوښتنه دا ده چې محلي چارواکي ولي د خپل ولس په خلاف داسې کړنې تر سره کوي چې هغه په لوي لاس په سیمه کې نا آرامي او تباهي ته زمینه سازي کولای شي؟

د امریکايي ځواکونو په ملتیا د حکومتي چارواکو دا ډول کړنې په لوي لاس د دې لامل ګرځي چې عام ولس له عادي ژوند څخه د وسلې اخیستلو او جګړي کولو لور ته مجبور کړي.

ځکه د جګړې له لاسه ځنګله ته کډه شوي خلګ چې هلته هم په آرام نه پري ښودل کیږي او یا په کندوز کې تعلیمي مراکز او ښوونځي بمباریږي دا کار جګړې ته د عام ولس له مجبورولو پرته بله کومه توجیه لري؟

همدا نن په ولسي جرګې کې د کندوز وکیلان او همدا راز د کندوز عام اوسیدونکي له خپلو دولتي چارواکو پوښتنه کوي چې امریکايي ځواکونو ولي د ښار په مربوطاتو کې د یو تعلیمي مرکز او ښوونځۍ بمبار کړ؟

خو ښايي چې نه دولتي چارواکي او نه هم امریکايي ځواکونه هیڅکله هم د دغو عمدي کړونو په اړه د افغانانو پوښتنو ته ځواب ووايي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.