
دفاع وزارت د پاکستاني جنرال ادعاوي بې بنسټه وبللې
نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴ چنګاښ، ۱۳۹۶): ددفاع وزارت ویاند دولت وزیري ویلي چې افغانستان به هیڅ کله چاته اجازه ور نه کړي چې د افغانستان له خاورې څخه په استفادې ګاونډي هیواد پاکستان ته ضرر ورسوي.
نوموړي دغه خبري په یوه خبري کانفرانس کې د پاکستاني جنرال د هغو خبرو په جواب کې وکړې چې پر هندوستاني استخباراتو یې تور پوري کړی وو چې د افغانستان د خاورې څخه په استفادې د پاکستان او چین تر منځ د «سي پیک» پروژه تخریبول غواړي.
د پاکستاني پوځ جنرال او د لومړي وزير سلاکار زبير حيات د پاکستان په کراچي ښار کې د يوې وينا په مهال ويلي وه : هندي استخبارات (را) کوښښ کوي تر څو له افغان خاوري سې پېک پروژه تخريب کړي.
نوموړي زياته کړې وه چې هند د پاکستان پر ضد له افغان خاوري تل ګټه پورته کړې او لا اخته دي.
د جنرال حيات په وينا د دوی استخباراتو ای ایس ای داسي معلومات تر لاسه کړي چې له مخي يې هندي استخبارات په دې هڅه کې دي تر څو د افغانستان له خاوري سې پېک پروژه ګډه وډه کړي.
د هند حکومت لا د جنرال حيات د څرګندونو اړوند څه نه دي خپاره کړي. خو د افغانستان دفاع وزارت ویاند دولت وزیري د نوموړي خبرې رد او بې بنسټه وبللې.
باید وویل شي چې ددې تر مخه هم پاکستاني چارواکو پر هندوستان تور پوري کړی چې ګواکي د افغانستان له خاوري په استفادې په پاکستان کې تخریبوي او دښمنانه اعمال تر سره کوي خو افغانستان تل دغه تورونه رد کړي.
سې پېک پروژه:
د سې پېک پروژې ابتدائي کارونه د ۲۰۱۳ ميلادي کال په لومړيو کې پيل شول.
د چين حکومت سې پېک پروژې ته ۴۶ ميليارد ډالره بوديجه ځانګړې کړې ، د سې پېک پروژې له لاري د پاکستان او چين اقتصادي دهلېز د افغانستان او منځنۍ اسيا د هيوادونو په ملتيا کولای شي د اسيا د لويي وچي هيوادونه له اروپايي هيوادونو سره و نښلوي او له دې لاري د تجارتي اموالو راکړه ورکړه اسانه کړي.