افغانستان

ولسي جرګه: د دوستم په سیاسي محکمه کې د امریکا سفارت مداخله د هیواد استقلال تر پوښتنې لاندي راولي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴ چنګاښ، ۱۳۹۶): د ولسي جرګې یو شمېر وکیلانو د دوستم او ایشچي په قضیه کې د امریکایي سفیر مداخله بې ځایه او د افغانستان د قضايي نظام او حکومت په چارو کې مداخله بللې ده چې باید نوموړی لاس ځیني واخلي.

باید وویل شي چې څه موده مخکې د امریکا سفیر ویلي وه چې پر ایشچي باندي د دوستم جنسی تیري او شکنجې دوسیه باید په جدي ډول وڅېړل شي، او زیاته کړې وه چې پر جنرال دوستم باندي لګېدلې تورونه انتهايي جدي دي، چې باید د افغانستان د محکمې او لويي څارنوالي له لوري په جدي ډول تعقیب او وڅېړل شي.

په ولسي جرګه کې یوه غړي نصر الله صادقزاده وویل چې د امریکا سفیر باید په بګرام، عراق، ګوانتنامو او نورو زندانونو کې د بندیانو سره د امریکايي عسکرو د بدچلند په اړه تحقیقاتو غوښتنه وکړي، او زیاته یې کړه چې د جنرال دوستم د قضیې سره د سیاسي منظوره تعامل کول او یا د حکومتي چارواکو د فشار له مخې تعامل کول به ستره تېروتنه وي.

یوه بل غړي علي اکبر قاسمي وویل چې دغه دوسیه باید ژر تر ژره وتړل شي، لویه څارنوالي او ستره محکمه باید له سیاسته لیري وساتل شي.

د کندز یوې غړي فاطمه عزیزي وویل چې په عدلي چارو کې د امریکا د سفیر مداخله د افغانستان پر استقلال پوښتنې را پورته کړي دي.

یوه بل غړي وویل چې د افغانستان ازادي او استقلال به تر هغو تر پوښتنې لاندي وي تر څو چې په افغانستان کې بهرني ځواکونه مېشت وي، او ټینګار یې وکړ چې د امریکايي ځواکونو په واسطه باید جنرال دوستم محکمې ته حاضر نه کړل شي.

باید وویل شي چې ددې تر مخه د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال او همداسي د جنرال دوستم ګوند غړیو ویلي وه چې د جنرال دوستم په محکمه کې د بهرنیو سفیرانو مداخله د افغانستان استقلال تر پوښتنې لاندي راولي، چې په اړه یې په ټولنیزو پاڼو کې ډول ډول تبصرې شوي او اکثرو یې پوښتنه کړې وه چې ایا ګډحکومت همدا اوس مستقل دی؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مرادى

داغلامان دکوم استقلال خبرى کوى بغيردامريکاله اجازى پرته دوى تشناب ته هم نشى ورتللى غلامان غلامان

mha

Dustam is big criminal, killed over 3000 unarmed prisoners of war(POWS) he must be caught by Inter pol and brought to Hague to be put on trial as criminal of war.

نا پيژاند

أفغانستان تر اشغال لاندي دي دا خلك لا تريد اوسه هم به خوب وده دي

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x