احمدي: دولتي ځواکونو ناوه ولسوالي يوازي په رسنيو کې فتحه کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴ چنګاښ، ۱۳۹۶): نن سهار مهال په هلمند ولايت کې دولتي ځواکونو له طالب ځواکونو نه د ناوې ولسوالۍ د نيولو په موخه له دريو استقامتونو (دښت ، جرنامو او کنډک چهار ) نه عمليات پيل کړل.

د والي د وياند عمر ځواک په وينا دولتي ځواکونو د طالبانو کمر بندونه مات کړل او ځيني سيمي يې لاندي کړې.

د جګړې له کرښي رسنيو ته ځيني چارواکو د سيمو د نيولو راپورونه ورکول او د عملياتو په وړاندي يې د يو پول نړېدل خنډ بلل چې د دوی مخه يې ډب کړې.

که څه هم دولتي چارواکي په ناوه کې د پرمختګ خبرونه ورکوي خو د نورو لاسته راوړونو اړوند يې لا څه نه دي ويلي.

بل خوا طالبانو په ناوه ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو پرمختګونه چورلټ دروغ ګڼلي.

طالب ويندوی قاري يوسف احمدي نن ټکي اسيا ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي : (دښمن په مياشت کې يو ځل داسي عمليات اعلانوي خو کله چې د مجاهدينو له مقاومت سره مخ شي نو د عملياتو د دوام خبره غلې کړي).

احمدي زياتوي « موږ د دښمن دا ډول هوايي ادعاوي چې صرف په رسنيو کې ولسوالۍ فتحه کوي په کلکه ردوو».

له سيمي نه نن ټکي اسيا ته يو تن ( علي احمد ) وايي: تر غرمې لا د ناوې په بازار کې په سودا اخته وم ، اوازې وې چې عمليات را وتلي خو ټول خلګو عادي حالت اختيار کړی وو او ويل کېدل چې چارواکي ليري دي تر را رسېدو يې ډېره لار پاتي ده.

طالبانو هم منلې چې په دريو طرفونو کې امنيتي ځواکونو فقط ۳۰۰ متره پرمختګ کړی او پاته نورو دوو استقامتونو کې د دوی له لوري له مقاومت سره مخ شوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د